د پاكستان نامتو سائنسدان پروفېسر ډاكټر عطاالرحمان ته د انټرنېشنل سائنس اېنډ ټېكنالوجي كوآپرېشن ايوارډ وركولو پرېكړه وكړې شوه

image

بيجنګ 08 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان نامتو سائنسدان پروفېسر ډاكټر عطاالرحمان ته د انټرنېشنل سائنس اېنډ ټېكنالوجي كوآپرېشن ايوارډ وركولو پرېكړه شوې. دا د چين تر ټولو لوي سائنسي ايوارډ دے. كمسټرې په څانګه كښې هغه ته د كال 2020 د ايوارډ وركولو پرېكړه شوې. په بيجنګ كښې د پاكستاني سفارت له مخې دا ايوارډ په تېر وخت كښې د نړۍ يو څو لويو لويو سائنسدانانو ته وركړے شوے. ډاكټر عطاالرحمان د پاكستان لوي سائنسدان دے، هغه ته تمغه امتياز، ستاره امتياز، هلال امتياز او اعلٰي قومي ايوارډ نشان اميتياز هم وركړے شوے.

مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria