راتلونكي وخت كښې په ټيکنالوجي كښې راتلونكې انقلاب به د قامونو د سباؤن تعين وكړي۔احسن اقبال

image

نارووال 01 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختك وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي مونږ په ډيجيټل نرۍ كښې ژوند كوو، راتلونكي وخت كښې په ټيکنالوجي كښې راتلونكې انقلاب به د قامونو د سباؤن تعين وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده اي۔لائبريري نارووال كښې ډيجيټل نارووال پروګرام دستوره كښې د خاص ميلمه په حيثيت سره وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د تختۍ څخه پيل شوې مزل نن 5 جي ته رسيدلې دے۔آرټيفيشل انټيليجنس نړۍ په نوي اړخونو كښې معارفي كړې ده ٬ بايد مونږ د بدلون د نوي رجحاناتو خخه ګټه پورته كونكو كښې شامل شو۔نن څخه لس ٬ پنځلس كاله وړاندې نارووال يوه پسمانده ضلع وه، نارووال وګړو د تعليم په بنياد زما انتخاب کړې او الحمد الله ما هغه تعليم د نارووال ځوانانو له وركړې،د دې ځائې ګڼ شمير ماشومانو به د ايف۔اېس۔سي نه بس تعليم پر ېښودلو،نن هغسې نه كوي ٬ نن په نارووال كښې د تعليم ټول سهوليات شته۔نن د نارووال ماشومان انجينئرز،انينمل هسبينډري،سائنس ايجوکيشن،پولي ټيکنيك ايجوکيشن،ميډيکل او ايګريکلچر تعليم ترلاسه كولو له ټولي اداري په خپل ضلع كښې لري۔ده ووئيل مونږ به نارووال كښې انډسټريل اسټيټ جوړوو چرته به چې د ټيکنالوجي کمپنۍ هم راځي۔زمونږ مخالفين يواځې په سوشل ميډيا د دروغو ډنډورې كوي او د حقيقت د نړغ څخه لري دي۔نن د هغوي د نامامه څلور كلن دور نتيجو سره مخ يو،نن د برېښنا بلونه په لوړه كچه دي،دا بدلون د سرکار د ناکامه پاليسيو نتيجه ده۔

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں