ترهګرو سره د خبرو اترو سوال هم نه پېدا كېږي٬ د دوي خاتمه د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ضروري ده، د پاکستان د آئين په وړاندې سر ټيټوٶنكو او قامي بېرغ ته سلام كوٶنكو سره به خبرې كوٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف

image

کوئټه 29 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ترهګرو سره د خبرو اترو سوال هم نه پېدا كېږي٬ د دوي خاتمه د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ضروري ده، د پاکستان د آئين په وړاندې سر ټيټوٶنكو او قامي بېرغ ته سلام كوٶنكو سره به خبرې كوٶ، په بلوچستان كښې د بيورو کريسي د تعيناتي په حواله پاليسي جوړه كړې شوې چې له مخې به ئې دلته د تعيناتۍ په مهال دوي ته مراعات هم وركولې شي۔ د زيارت په ورځ د نېشنل ايکشن پلان د صوبائي ايپکس کميټۍ غونډې په پائې كښې د خبرو په مهال وزيراعظم ووئيل صوبائي حكومت چې كومه تګلاره جوړه كړې په ھغې عمل درآمد سره به ډېره ګته اوشي، ترهګرو او هېواد دښمنه عناصرو سره د رعايت سوال هم نه پېدا كېږي٬ د دوي ناوړه عزائم خاورې كول زمونږ د ټولو ملي٬ سياسي او ديني فريضه ده۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان آئين په وړاندې سر ټيټوٶنكو او قامي بېرغ ته سلام كوونكو سره خبرې اترې د وخت تقاضا ده ٬ خو د ترهګرو او آئين ته په سر ټيټوٶنكو كښې د تفريق ضرورت دے٬ ترهګرو سره د خبرو سوال هم نه پېدا كېږي٬ د دوي خاتمه د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ضروري ده، په دې لړ كښې به وفاقي حكومت د صوبائي حكومت بشپړ معاونت كوي۔ ده ووئيل بلوچستان كښې د بيورو کريسي تعيناتۍ په حواله پاليسي وړاندې كوٶ، د ايماندارو او زيركو آفسرانو پخپلو ضلعو كښې پاتې كېدل ضروري دي، بيورو کريسي بلوچستان كښې د تعيناتۍ نه ېرېږي او بهانې لټوي، زمونږ په بلوچستان كښې د اوسنو پېښو نه وروستو د بيورو کريسي په صوبه كښې د تعيناتۍ پحقله خبرې شوي او په دې لړ كښې پاليسي جوړه كړې شوې په كومې چې به صوبائي حکومت سره په ګډه عملدرامد كولې شي او په دې به هېڅ سمجھوته نه كېږي، په دې لړ كښې به مونږ له په يو پېج كېدل وي۔ ده ووئيل په 48م کامن ټريننګ پروګرام كښې شريک نيم افسران به يو كال لپاره په بلوچستان كښې په تعيناتۍ عمل كولې شي چا ته چې به د دريو مياشتو په بنياد څلور ايئر ټكټس وركولې شي او دوي ته به د كاركردګۍ په بنياد درې اضافي پوائنټس هم وركولې شي۔ ده ووئيل د 48م کامن ټريننګ پروګرام پاتي افسران به شپږ مياشتې او په درېم پړاٶ كښې به يو كال پس د 49م کامن ټريننګ پروګرام آفسران يو كال لپاره او يو نيم كال پس به پاتې نيم افسران يو كال لپاره په بلوچستان كښې تعيناتولې شي، په دې پاليسۍ به په سمدستي توګه عمل كولې شي، په دې كښې به هېڅ هغه دغه نه قبلېږي۔ ده ووئيل د دې اقدام به ښه اثرات مرتب شي، په چمن بارډر د پاسپورټ سټاف يو په دوه كړے شوے ، ډائريکټر سائبر بلوچستان به دېر زر تعينات كړے شي۔ ده ووئيل سماجي او پرمختيائي پروګرام هم ضروري دے خو د سپېځلتيا بېرغ هسك كولو سره وزيراعليٰ چې په كومه لاره روان دے دې سره د تعمير او ترقۍ انقلاب راتللے شي۔ ده ووئيل د بلوچستان د محرومۍ احساس لرې كولو لپاره 27 زره كلوميټره سترې لارې جوړې كړې شوي، په كال 2010 كښې په اېن اېف سي ايوارډ كښې د بلوچستان برخه دوه چنده كړې شوې٬ د ټولو نه زيات پنجاب د خپلې برخې بجټ بلوچستان له وركړے ، په 14 كالو كښې 160 اربه اضافې روپۍ بلوچستان ته ترلاسه شوي۔ ده ووئيل په پرمختيائي منصوبو كښې سپېځلتيا، چيک اينډ بيلنس او تھرډ پارټي آډټ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د پاكستان دښمنان په سي پېك، پاک۔چين دوستۍ كښې د خنډ رامخې ته كولو خواهشمند دي، د بلوچستان په پرمختګ او سوكالۍ كښې خنډان راولاړوي٬ ګوادر بندرځائ د ترقي او خوشحالي غوره منصوبه ده٬ هلته پرلت وهلې كېږي او بريدونه كېږي٬ دا ډول اقدامات كوٶنكي د پرمختګ او خوشحالۍ هېڅ فكر نه لري، مونږ دا عزم لرو چې 50 فيصده درآمدات دې د ګوادر بندرځائ د لارې وي دغسې چې دا بندرځاې فعاله وي، دلته د روزګار موقعې راپېدا شي٬ دې سره به په ټوله منطق كښې خوشحالي راشي۔ ده ووئيل مونږ له به د پاکستان د دښمنانو په ګډه خاتمه كول وي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاکستان اتيا زره قربانۍ وركړي او د 150 اربه ډالرو معاشي زيان شوے٬ په بدل كښې پاكستان ته يوازې 20 اربه ډالره ترلاسه شوي، دومره قربانۍ په نړۍ كښې يو هېواد نه دي وركړي ٬ په دې سبب د ترهګرۍ خاتمه او امن قائم شوے، زمونږ د عزم د دې نه لوي يو مثال بل نشته۔ ده ووئيل د ايپکس کميټۍ د غونډې به مثبت اثرات مرتب شي، مونږ ټولو له په ګډه د ترهګرۍ خاتمه كول دي٬ زمونږ دا عزم دے چې سياسي حکومت، وسله وال ځواكونه او صوبائي حکومتونه چې په ګډه كار وكړي نو هېواد كښې به امن او خوشحالي وي۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں