او پي اېف د سعودي زندانونو څخه د راخوشې كېدونكو 2107 پاكستانيانو هېواد ته رارسولو لپاره انتظامات له حتمي شكل وركول پېل كړل

image

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د سمندر پورې پاکستانیانو او د بشري وسائلو د پرمختګ وزارت (او پي اېف) د سعودي زندانونو څخه راخوشې كېدونكي 2107 پاكستانيان هېواد ته رارسولو لپاره انتظامات ته حتمي شكل وركول پېل كړي ٬ د كومو په اړه چې د سعودي ولي عهد د پاكستان دورې په مهال اعلان كړې ٶ ٬ په دې لړ كښې وزارت خپلو اړوندو څانګو او په رياض كښې وېلفيئر اتاشي ته د بنديوانو د ډېټا راغونډولو امر كړې دغسې چې دا بنديوان زر تر زره وطن ته راستنول باوري كړې شي۔ د نهې په ورځ د وزارت ذريعو اے پي پي ته ووئيل د بنديوانو بشپړه شمېره راغونډولو نه پس به انتظامات ته حتمي شكل وركولې شي او د معلومات نه به ميډيا خبر ساتلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ذريعو ووئيل دواړه هېوادونه به د هغوي وطن ته ستنېدل باوري كولو له آسانۍ وركوي۔ بلخوا پي آئي اے سعودي كښې د راخوشې كړې شوو پاكستانيانو هېواد ته رارسولو لپاره د خدماتو وړاندېز كړې

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں