خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان وليدل

image

اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د بهےنيو چارو وزیر شاه محمود قریشی سره د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د شورو په ورځ خارجه وزارتِ كښې ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال خېبرپښتونخوا كښې د نوې ضم شوو سيمو تعمیر او پرمختګ ، په مهمو چارو او د شريكې خوښې په نورو چارو د خیالاتو څرګندونه اوشوه۔ خارجه وزير ووئيل د نوو ضم شوو سيمو اولس د هېواد سلامتیا لپاره ګڼې قربانۍ وركړې، مونږ به هغوي له بنیادی آسانيو وركولو او اولسي سماجی اقتصادی پرمختګ ته پام لرنه كوو۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د وزیر اعظم عمران خان په خاص سپارښتنه نوو ضم شوو سيمو كښې تعمیر او پرمختګ ته پام لرنه كوو۔ ضم شوو سيمو كښې به په پرمختيائي پروژو عملدرآمد په ترجیحی بنیادونو كولې شي۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر خارجه وزير له د وزیراعظم د امريكې په كامیابه دوره كولو مباركي هم وركړه۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں