د توان وفاقی وزیر عمر ایوب د قطر خپل همڅنګ او د قطر د خزانې وزير سره جلا جلا ملاقاتونه

image
APP88-04 DOHA: November 04 - Federal Minister for Energy, Omar Ayub Khan called on H.E. Saad Shreida Al-Kaabi, Minister for Energy Affairs the State of Qatar in his office. APP

دوحه 04 نومبر (اے پی پی) د توان وفاقی وزیر عمر ایوب د قطر خپل همڅنګ او د قطر د خزانې وزير سره دوحه كښې جلا جلا ملاقاتونه كړې دي۔ د قطر د خزانې وزیر علی شریف العمادی سره د ملاقات پھ مهال د توان وفاقی وزیر عمر ایوب خان د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته د لا ودې وركولو په اهميت زور راوړو۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه اقتصادی اړيكو ته د لا پراختيا وركولو د عزم څرګندونه وكړه۔ د قطر د خزانې وزير علی شریف العمادی ووئيل پاکستان او قطر خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري۔ قطر پاکستان كښې د سیاسی قیادت سره د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو خوښي لري۔ د قطر د توان وزير سعد شیریدہ الکعبی سره د ملاقات پھ مهال دوي د شريكې خوښې په څانګو كښې په ګډه د كار كولو په اړه د خپل عزم پخلې وكړو۔ وفاقی وزیر عمر ایوب د دواړو اسلامی وروڼو هېوادونو ترمينځه د توان په حقله د مرستې په لا قوي كولو زور راوړو

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں