د اولنو درې مياشتو په مهال مو د لوئې ټېكس هدف 90 فيصد برخه ترلاسه كړه ، شبر زیدی

image

اسلام آباد ۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) د اېف بي آر چيئرمېن شبر زېدی وئيلي دي د لوئے څښتن په فضل مو د اولنو درې مياشتو په مهال د لوئې ټېكس هدف 90 فيصد برخه ترلاسه كړې ده۔ د نهې په ورځ په ټويټر خپل ټويټ كښې ده ووئيل د روان مالي كال اولنو درې مياشتو (جولائي څخه تر ستمبر) په مهال د 960 اربه روپو ټېكس وصولي شوې ده او هيله ده چې نور مثبت اېډجسټمنټس هم وشي۔ ده ووئيل په دې رقم كښې د تېرو كلونو 15 اربه روپو ريفنډز شامل نه دي۔

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں