په ضمني ټاكنو كښې پاكستان تحريك انصاف تر ټولو زيات 11 لكه ووټونه اخستې ٬پي ټي آئي او اتحادي ګوندونو په 17 چوكو كاميابي ترلاسه كړی

image
APP02-16 ISLAMABAD: October 16 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په ضمني ټاكنو كښې پاكستان تحريك انصاف تر ټولو زيات 11 لكه ووټونه اخستې دي٬پي ټي آئي او اتحادي ګوندونو په 17 چوكو كاميابي ترلاسه كړی٬وزيراعظم او اعلٰی وزيران د ضمني ټاكنوحلقو ته نه دي تللې او نه پھ دې حلقو كښې د هوائي اډو پشمول د لويو لويو پروژو اعلانونه شوي ۔د نهې پھ ورځ د خبري كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل پي ټي آئي په ضمني ټاكنو كښې تر ټولو زيات ووټونه ترلاسه كولو سره ثابته كړې چې د پاكستان اولس پي ټي آئي سره ولاړ دے۔ده ووئيل په ضمني ټاكنو كښې په وړومبي ځل د ضلعو په كچه د كمېټو مشري ډي سي٬پوليس يا د ريونيو افسرانو ته نه ده وركړې شوې۔ده ووئيل ټول اپوزېشن يو ځاې شوې ؤ خو بيا يې هم پي ټي آئي له ماتې ورنه كړه۔د بنو او اټك چوكۍ د پي ټي آئي كانديدانو بيللې دي ځكه چې هلته يو شمېر كانديدان ولاړ وو او ګټھ يې د نورو ګوندونو كانديدانو ته رسېدلې۔ده ووئيل د جهلم د صوبائي اسمبلۍ د نتيجو سركاري اعلان نه دې شوې او تراوسه د څو ووټونو فرق دے

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں