سارك چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري پاكستان څانګې په چنائي كښې د نومبر په 10مه نېټه په پېل كېدونكې د اېګزېكټو كونسل په 76مه درې ورځنې غونډه كښې ګډون په عېن وخت منسوخ كړو

image

لاهور 10 نومبر(اے پي پي) سارك چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري پاكستان څانګې په چنائي كښې د نومبر په 10مه نېټه پېل كېدونكې د اېګزېكټو كونسل په 76مه درې ورځنې غونډه كښې ګډون په عېن وخت منسوخ كړو۔ د سارك چېمبر سينئر نائب صدر افتخار علي ملك مېډيا سره په خبرو كښې وئيلي دي چې په غونډه كښې د ګډون نه كولو وجه د هند لخوا پرله پسې د پاكستان دښمني او په خاص توګه د سارك مشرانو د 19مې غونډې تباه كولو هڅه ده۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د وزيراعظم جوړېدو نه پس په خپله وړومبې وېنا كښې د هند په اړه د پاكستان پاليسي واضحه شوې وه په كومه كښې چې وزيراعظم وئيلي وو چې كه هند د منطقې د پاتې طبقې پرمختګ او اړيكې معمول ته راوستلو لپاره يو قدم مخكښې راځي نو پاكستان به دوه قدمونه ورشي خو د دې په ځواب كښې د هند وزيراعظم نرېندر مودي د تكبر او منفي طرز عمل څرګندونه وكړه او دې سره اړيكې معمول ته د راوستلو هڅې آغېزمنې شوې۔ ده ووئيل چې هند د پاكستان د خېر سګالې جذبه ضائع كړه٬ د ګاونډي هېوادونو ترمېنځه د اړيكو استحكام د يو اړخيزه عمل د لارې ممكن نه وي۔ ده ووئيل چې هند منطقه وېشل غواړي۔ په كال 2016م كښې د سارك د مشرانو كنفرنس په پاكستان كښې كېدونكې و خو هند د دې بائيكاټ وكړو۔ دغسې په كال 2018م كښې د سارك د مشرانو د كنفرنس هم هند بائيكاټ وكړو او منسوخ كړے شو۔ ده ووئيل چې د سارك هېوادونو لپاره يو قوي بنياد جوړول ډېر مهم دے٬ د دې نه بغېر د سوئيلي اسيا د اقتصادي يونين خوب تعبير نه شي موندلې۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں