اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي هغه تن چا به چې وئېل زه ډېر مقبول يم څوك به هم نه پرېږدم٬نن ټولو هغه پرېښودلے او څوك يۍ خبره هم نه كوي٬لوے څښتن څه ډول انصاف وكړو نه يوازې زمونږ قائد بلكې د اپوزېشن ټول مشران بريالې شوي٬په جولائي 2018 كښې چې د نواز شريف كوم مزل ودرولې شوې و هغه سږ كال هغه ځاې څخه پیل شوې۔ده د جمعې په ورځ د پاكستان مسلم ليګ(ن)جنرل كونسل غونډې ته وينا كوله۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)د صوبې ټولو ضلعو او تحصيلونو كښې په باقاعده توګه موجود دې٬په كال 2021 كښې په ټولو ډويژنونو كښې كنونشن شوې چې پكښې مريم نواز شريف او محمد نواز شريف خطابونه كړي٬مونږ تر يونين كونسل كچې ګوند منظم كړې۔ ده ووئيل د ګوند ټول ونګز په بشپړه توګه متحرك دي۔ ده ووئيل د چيف آرګنائزر چوكۍ سنبهالولو نه پس مريم نواز د ټولو ډويژنونو جلا جلا دورې كړی دي٬د ټولو عهدېدارو سره يې غونډې كولو سره په انتخابي توګه د ګوند جاج اخستلې٬ګوند د ټاكنو لپاره چمتو كړی شوې۔ده ووئيل 80 فيصده حلقو كښې كانديدان موجود دي كوم چې په هر مشكل وخت كښې د ګوند سره ولاړ دي۔د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀالله ووئيل لوے څښتن غرور او تكبر كښې ډوب انسان خاورو سره سم كړو ٬هغه به وئېل څوك به هم نه پرېږدم خو ټولو هغه پرېښودلې۔ده ووئيل زمونږ سره داسې حربې شوي كومې چې په تېر وخت كښې مثال نه لري۔د پلار په وړاندې لور ځكه بنديوانه كړې شوې وه چې د هغې د پلار حوصله ماته كړې شي۔ده ووئيل په جولائي 2018 كښې چې د نواز شريف مزل په كوم ځاې ودرولې شوې هم د هغه ځاې څخه پیل شو