حکومت په هېواد كښې اسلامي بېنكارۍ او ماليات ته د ودې وركولو كلك عزم لري۔ د خزانې وزير د سي اډي اېن اېس ترسېوري لاندې دستورې ته وېنا

image
APP32-260623 ISLAMABAD: June 26 - Federal Minister for Finance and Revenue Senator Mohammad Ishaq Dar addresses the launching ceremony of Sarwa lslamic Savings Products by National Savings at Finance Division. APP/MAF/ABB

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په هېواد كښې د سود نه پاكې اسلامي بېنكارۍ او ماليات ته وده وركولو او د دې ډاډګيرنې لپاره د شريعت له مخې د مالياتي نظام نفاذ له د حكومت لخوا د پوخ عزم پخلے كړے دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د سنټرل ډائريکټوريټ آف نيشنل سيونګ (سي ډي اېن اېس) لخوا د شريعت کمپلائنټ پروډکټس لانچنګ دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه، وفاقي وزير ووئيل ډائريکټوريټ د شريعت له مخې سرمايه كارۍ او بچت سكيم ډيزائن او معرفي كړے دے كوم به چې په باقاعده توګه د جولائي وړومبۍ نيټې كال 2023 څخه كولې شي۔ د خزانې وزير ووئيل سي ډي اېن اېس د يو كال درې كلن او د پنځو كالو په شرطونو آډانه څلور كلن سرمايه كاري او د بچت مصنوعات پېل كړې دي، د دې نه علاوه د بچت اکاؤنټ سهولت پېل كړے شوے دے ، ده ووئيل دا مياشتنيزې منافعې سره يو ښه سكيم دے۔ ده ووئيل چې د خزانې د وزارت ذمه وارۍ ترلاسه كولو سره مې مركزي بانك او نېشنل بېنك ته د وفاقي شرعي عدالت د پرېكړو په ضد د خپلو درخواستونو بېرته اخستو امر كړې ٶ او د دې نه پس عدالت په هېواد كښې د سود نه پاك د بېنكارۍ او مالياتي نظام نافذ كولو امر كړې ٶ۔ بلخوا د سټېټ بېنك ګورنر په مشرۍ كښې يوه هائي پاور سټېرنګ كمېټي جوړه كړې شوه ده كومه به چې په هېواد كښې د مالياتي نظام ودې لپاره طريقې لټوي۔ چې پكښې به د بېنكنګ او د فنانس سېكټر او نور نوموړي سكالرز او پوهان شامل دي۔

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں