د خواجه سعد رفیق په پروډکشن آرډر به د قانوني رائے تر مخه پرېكړه كوم

image

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د خواجه سعد رفیق په پروډکشن آرډر به د قانوني رائے تر مخه پرېكړه كوم۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال د خواجه آصف د اعتراض د نكتې په ځواب اسد قېصر ووئيل د رولز او قانوني رائے له مخې به پرېكړه كولې شي۔ د دې نه وړاندې خواجه آصف د اعتراض په نكته ووئيل مونږ د خواجه سعد رفيق د پروډكشن آرډرجاري كولو غوښتنه كوٶ٬ علیم خان ونيولې شو او پروډكشن آرډر ئې جاري كړې شو ٬ دغسې د حامد سعید کاظمي پروډکشن آرډر جاري كېدو خو د سعد رفیق پروډکشن آرډر نه جاري كېږي٬ ده ووئېل مونږ دا خواست كوٶ چې په دې رولنګ وركړې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر ووئيل د رولز او قانوني رائے له مخې به پرېكړه كولې شي۔ خواجه آصف ووئيل تاسو د ایوان کسټوډین ئې ، تاسو خپله قانون جوړوۍ٬ سپيكر ووئيل زه به تاسو مايوسه كوم نه ۔ خواجه آصف ووئيل د سېنېټ چیئرمېن د کامران مائیکل پروډکشن آرډر جاري كړې۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل دا دسپيكر حق دے ښه به وه چې دا معامله ئې ستاسو سره په چېمبر كښې پورته كړې وه

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں