د وزيراعظم صحت انصاف پروګرام له مخې په قبائيلي ضلعو كښې 4 لكه 50 زره نه زيات صحت انصاف كارډ ټوېشل شول

image

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم صحت انصاف پروګرام له مخې په قبائيلي ضلعو كښې 4 لكه 50 زره نه زيات صحت انصاف كارډ وېشلې شوې دي د كارډ د لارې د درې لكهو نه تر 7 لكه 20 زره روپو درملنه كېدې شي۔ د خېبر پښتونخوا د صحت ډائرېكټر اقبال تنولي د جمعې په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې د د وزيراعظم صحت انصاف پروګرام له مخې په قبائيلي ضلعو كښې د كارډونو وېشلو لړۍ روانه ده او تر اوسه 4 لكه 50 زره نه زيات صحت انصاف كارډونه تقسيم كړې شوې دي ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د قبائيلي ضلعو ټول اولس څوك چې قامي شناختي كارډونه لري ته د صحت انصاف كارډ وركولو اعلان كړے دے او 8 لكه صحت انصاف كارډونه به تقسيمولې شي

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں