اسلام آباد۔8 فروری(اے پی پی) په پاکستان کښې ټولټاكنو لپاره د پولنګ عمل پېل شوے دے چې د ماښام تر 5 بجو به پرته له کومې دمې دوام لري۔ 12 كروړه 79 لكه 21 زره 49 رجسټرډ ووټران به 17 زره 758 كانديدانو كښې د قومي او صوبائي اسمبليو په 855 حلقو كښې د خپلو كانديدانو ټاكنه كوي٬ د قومي اسمبلۍ په يوه او د صوبائي اسمبليو په درې حلقو كښې د كانديدانو د مړينې له امله پولنګ ځنډولے شوے دے ۔ په ګرد هېواد كښې 14 لكه 90 زره پولنګ عمله تعينات كړې شوې ده۔ په ګرد هېواد كښې 90 زره 675 پولنګ سټېشنونه او 2 لكه 66 زره 398 پولنګ بوتھ جوړ كړې شوي دي۔ د هرې يوې حلقې غېر حتمي غېر سركاري نتيجه به د ريټرننګ آفيسر دفتر څخه جاري كولې شي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شويو تفصيلاتو له مخې پولنګ سحر 8 بجې پېل شو كوم به چې له كومې دمې پرته تر ماښام 5 بجو دوام لري۔ اسلام آباد څخه د قومي اسمبلۍ 3 نشستونه دي په كومو به چې 10 لكه 83 زره 29 ووټران د خپلو كانديدانو ټاكنه كوي۔ پنجاب څخه د قومي اسمبلۍ په 141 او د صوبائي اسمبلۍ په 296 نشستونو به 7 كروړه 32 لكه 7 زره 896 ٬ سندھ څخه د قومی اسمبلۍ په 61 او د صوبائي اسمبلۍ په 130 نشستونو به 2 کروړه 69 لکه 94 زره 769 ٬ خېبرپښتونخوا څخه د قومی اسمبلۍ په 44 او د صوبائي اسمبلۍ په 113 نشستونو به 2 کروړه 12 لکھ 63 زره 408 ووټران د خپلې رايې حق كارولو سره د خپلې خوښې كانديدانو ټاكنه كوي۔ د قومي اسمبلۍ په 265 نشستونو ټاكنې روانې دي كومو لپاره چې 5 زره 113 كانديدان په مېدان كښې دي په كومو كښې چې 312 مېرمنې هم شاملې دي۔ په څلورو واړو صوبو كښې د كانديدانو ټوله شمېره 12 زره 645 ده په كومو كښې چې 570 مېرمنې شاملې دي۔ بلوچستان څخه به د قومي اسمبلۍ په 16 او صوبائي اسمبلۍ په 51 نشستونو د خپلې خوښې كانديدان ټاكنو له 53 لکه 71 زره 947 ووټران د رايې حق كاروي۔ د قومی اسمبلی حلقه اېن اے۔8 باجوړ، پی کے۔22 باجوړ، پی کے۔91 کوهاټ او د پنجاب اسمبلۍ په حلقه پی پی۔266 رحیم یار خان كښې د كانديدانو د مړينې له امله پولنګ ځنډولے شوے دے۔ په ګرد هېواد كښې 16 زره 766 پولنګ سټېشنونه زيات حساس٬ ، 29 زره 985 حساس او 44 زره 26 پولنګ سټېشنونه نارمل ګرځولې شوي دي۔ په پنجاب كښې 5 زره 624 پولنګ سټیشنونه زيات حساس دي په كومو كښې چې په هر يو پولنګ سټېشن تر 5 اهلكارو تعينات كړې شوي دي۔ په سندھ كښې 4 زره 430 پولنګ سټیشنونه زيات حساس ګرځولې شوي دي۔ په هر يو تر 8 امنيتي اهلكار تعينات دي۔ د خېبر پښتونخوا په 4 زره 265 زيات حساس پولنګ سټېشنونو كښې په هر يو تر 9 پورې اهلكار تعينات كړې شوي دي او د بلوچستان په1047زياتو حساسو پولنګ سټېشنونو كښې هم په هر يو تر 9 پورې امنيتي اهلكار تعينات دي۔ د زيارت په ورځ په ګرد هېواد كښې عامه رخصتي ده۔ د كمېشن لخوا د جاري كړې شوې ضابطه اخلاق لمخې د امنيت ذمه واري ترسره كولو له په اولنۍ درجه كښې پوليس ٬ په دويمه كښې سول آرمډ فورسز او په درېمه درجه پاك پوځ تعينات كړے شوے دے۔ د ميډيا لخوا د پولنګ سټېشنونو نتيجې به د پولنګ ختمېدو څخه يو ساعت وروستو جاري كولې شي۔ ووټ لپاره اصل شناختي كارډ لازمي ګرځولے شوے دے بيا هم د كوم شناختي ټاكلې موده چې ختمه شوي وي هغه به هم قبلولے شي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د روان كال ټاكنو لپاره 26 کروړه بېلټ پېپرې چھاپ كړې شوي دي۔ د ټول ټاكنو د نتيجو ترسيل او تدوين لپاره به الېکشن مېنجمنټ سسټم (ای اېم اېس) كارولې شي۔ په پولنګ سټېشن د امن وضعه په ځايې ساتلو له پریذائیډنګ افسرانو ته د مجسټرېټ درجه اول اختیارات وركړې شوي دي۔ د زياتو حساسو پولنګ سټېشنونو بهر پاك پوځ تعينات كړے شوے دے۔ د ټاكنو د سامان پولنګ سټېشن ته د رسولو ، شمېرې او د دې د ریټرننګ افسرانو دفترونو ته بېرته وړولو له د امنيت ذمه واري پاك پوځ ته سپارلې شوې ده۔ مجاز مبصرینو او میډیا ته به پولنګ سټېشنونو ته د ننوتلو اجازه وي۔ په ګرد هېواد كښې 144 ډسټرکټ ریټرننګ افسران، 859 ریټرننګ و اسسټنټ ریټرننګ افسران ٬ 1 لاك 91 زره 526 پریذئیډانګ افسران او 7 لکه 85 زره 60 اسسټنټ پریذائیډنګ افسران تعینات كړې شوي دي۔ 5 زره ډیټا انټری آپریټرز د ای اېم اېس دلارې د نتيجو تدوين او ترسيل لپاره ريټرننګ افسرانو سره منسلك كړې شوي دي۔