موجوده وخت كښې حكومت ٬ ټولنه او كاروبار د اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو بنيادي ستنې دي

image

اسلام آباد ۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي موجوده وخت كښې حكومت ٬ ټولنه او بزنس د اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو بنيادي ستنې دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ سي اي او كلب آف پاكستان او د منصوبه بندۍ٬سرمايه كارۍ بورډ او نجكارۍ كمېشن اشتراك سره سي اي او سمټ اسلام آباد او مرتب شوې كتاب”100 پرفارمنګ سي اي اوزن كمپنيز آف پاكستان 2018″ د مخ كتنې دستورې ته خطاب كولو په مهال كړی۔په دې موقع د منصوبه بندۍ سېكتر ظفر حسن٬د منصوبه بندۍ وزارت سينئر چارواكي٬معروف سوداګر٬ صنعتكار او پالېسي ساز هم موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل حكومت سوداګرو او سرمايه كارو ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو څخه خبر دے او دوي ته به د هېواد اقتصادي وضعې ته وده وركولو له په زړه پورې ماحول لپاره ټول ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل بايد پاكستانۍ كمپنۍ نه يوازې ملكي بلكې په نړيواله كچه هم خپلو هلو ځلو ته وده وركړي۔ده ووئيل حكومت د كاروباري طبقې ستونزو څخه خبر دے او حكومت دوي ته ښه چاپېرچل وركولو لپاره هڅې كوي دغسې چې هغوي د هېواد پھ معيشت كښې خپله برخه واچوي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں