په شمالي وزيرستان كښې په پاك افغان پوله په ډزو كښې د پاك پوځ 6 ځوانان شهيدان شوي دي۔ آئي اېس پي آر

image

پېنډې 27 جولائي (اے پي پي) په شمالي وزيرستان كښې په پاك افغان پوله په ډزو كښې د پاك پوځ 6 ځوانان شهيدان شوي دي۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ لخو جاري شوي بيان مخې په پاك افغان پوله په ګزمه كوونكو د پاك پوځ په ځوانانو د پولې د بلې غاړې نه ډزې شوې دي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ترهګرو په دې بريد كښې په شهيد شويو ځوانانو كښې حوالدار خالد٬ سپاهي نويد٬ سپاهي بچل٬ سپاهي علي رضا٬ سپاهي حسن او سپاهي بابر شامل دي۔

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں