په جمهوريت كښې د جمهور د حقونو تحفظ مهم دے

image
APP05-01 ISLAMABAD: August 01 – Special Assistant to Prime Minister on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media persons during an exhibition titled Hamara Quaid Hamara Pakistan arranged by Directorate of Electronic Media and Publications (DEMP) at Lok Virsa. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي په جمهوريت كښې د جمهور د حقونو تحفظ ډېر مهم دے٬ د سېنېټ چيئرمېن په ضد تحريك د باور نه لرلو تحريك د مخالفې ډلې د خواهشاتو عكاسي ده٬ په جمهوري عمل كښې د اولس رائے مقدمه ده، د پاکستان استحکام دا مهال مهم دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د وزارت د ذيلي ادارې ډائرېكټورېټ آف الېكټرانك ميديا اېند پبليكېشنز او د لوك ورثه په اشتراك سره د قائداعظم د ناٶياته تاريخي عكسونو د نندارتون پرانستې دستورې ته خپلې وېنا او خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پاکستان په وسائلو څو كورنۍ د ځينو لسيزو راهسې قابضې دې٬ هېواد په معاشي توګه مسحتكمولو سره د اولس سوكالي باوري كېدې شي٬ سختې پرېكړې د هېواد ضرورت شوي۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان هېواد تعمير پلو بيائې٬ په هېواد كښې اصلاحاتي ايجنډا د قائداعظم د وژن عکاسه ده، دې ووئېل نوې پاکستان د قائداعظم تصور سره تړلې شوې۔ خاص مرستيالې ووئيل ٬وزيراعظم عمران خان د سياسي ايجنډے نه پرته قامي ګټې له مخ په وړاندې روان دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل قائداعظم د داسې پاكستان خوښي لرله چې د نړۍ قيادت اوكړې ٬ په اصل كښې پاكستان د امراء يا د بلې خاص طبقې لپاره نه ٶ جوړ شوې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم په سختو حالاتو كښې د قائد خوب رښتيا كولو لپاره هڅې كوي٬ د پاکستاني اولس اصل آزادي د معاشي استحكام سره تړلې ده۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئېل د قائداعظم نادره عكسونه محفوظول د تاريخ نوي كول ته رسول دي او هم تاريخي اثاثې ډيجيټيلائز كول او محفوظه كوٶ ٬ دې ووئېل د پاکستان پحقله معلومات ترلاسه كوٶنكو لپاره د قائداعظم د ژوند پحقله هم پوهه پكار ده ۔ دې ووئيل د قائداعظم ناٶياته او نادر عكسونه به په وېب پاڼه او انټرنېټ هم ترلاسه وي۔ دې ووئيل نن د خوشحالۍ ورځ ده چې يوه قېمتي اثاثه محفوظ كړې شوې ٬ د پاکستان مثبت څيره نړۍ ته وړاندې كولو لپاره وزارت مهم كردار لوبوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پاكستان جوړېدو نه پس د استحکام منزل زمونږ د ټولو نظر دے، ككوم مقصد لپاره چې پاكستان ترلاسه كړې شوې نن ھغه بشپړولو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں