د سي پیك د انفاراسټركچر د پروژو په جوړولو كښې دې د پاكستاني ادارو ګډون باوري كړې شي

image
APP69-11 BEIJING: April 11 - Federal Minister for Interior and Planning, Development & Reform, Ahsan Iqbal in a meeting with meeting with Meng Fengchao, Chairman China Railway Construction Corporation. APP

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو٬منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د سي پیك د انفاراسټركچر د پروژو په جوړولو كښې دې د پاكستاني ادارو ګډون باوري كړې شي٬د پاكستان رېلوے٬اېم اېل ون اپ ګرېډېشن په پروژه كښې دې د ځايې صنعتونو او پیداواري صلاحيتونو څخه استفاده وكړی شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په بيجنګ كښې د چائنا رېلوے كنسټركشن كارپورېشن چيئرمېن ميګ فينګ چاؤ سره په ملاقات كښې وكړی۔د ملاقات په مهال د سي پیك له مخې د رېلوے د اپ ګرېډېشن او د انفراسټركچر د نورو پروژو جاج واخستلې شو۔وفاقي وزير ووئيل چې د سي پیك د انفاراسټركچر د پروژو په جوړولو كښې دې د پاكستاني ادارو ګډون باوري كړې شي٬د پاكستان رېلوے٬اېم اېل ون اپ ګرېډېشن په پروژه كښې دې د ځايې صنعتونو او پیداواري صلاحيتونو څخه استفاده وكړی شي۔ده ووئيل چې پاكستان به د سي پیك ترسره كېدو سره د مينځنۍ آسيا سوئېلي آسيا او د چين ترمينځه د تجارتي پل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل چې د ګوادر هېواد سره او د كوئټې نه تر پېښور د رېلوے پروژې په ترجيحاتو كښې شاملې دي۔د چين رېلوے چارواكو وئېلي دي چې پھ دې پروژو كښې به پاكستاني انجينئرانو ته ترجيح وركولې شي۔

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں