وزیراعظم شاهد خاقان عباسي پرنس آف وېلز شهزادہ چارلس سره وليدل

image

لندن 19 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي پرنس آف وېلز شهزادہ چارلس سره په کلیرنس ہاؤس لندن كښې ليدلي دي ۔ وزيراعظم برتانيې له د دولت مشتركه مشرانو د كال 2018 غونډې په كاميابۍ مباركي وركړه ۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د دولت مشتركه د موسئس غړي په حېثت تنظيم ته ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل پاكستان راتلونكو دوو كالو لپاره د دولت مشتركه صدارت برتانيې ته د وركولو هركلے كوي۔ وزیراعظم په نړيواله كچه د خېرښګړې ادارو لپاره د برتانيې د شاهي كورنۍ د خدماتو ستائنه وكړه ۔ په دې موقع پرنس آف وېلز شهزاده چارلس د دولت مشتركه مشرانو غونده كښې په لوړه كچه په ګډون كولو مننه وكړه۔ شهزاده چارلس دولت مشتركه لپاره د پاكستان د قدر وړ خدماتو هم ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں