كه قومي ادارې په خساره چلېږي نو حكومت ته به نه غوښتلو سره هم د مجبورۍ له امله آئي اېم اېف ته د تللو پشان تراخه ګوټونه كول وي

image
APP51-09 ISLAMABAD: October 09 - Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting addressing a ceremony held in regards to mark World Post Day. APP

اسلام آباد 09اکتوبر(اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې كه قومي ادارې په خساره چلېږي نو حكومت ته به نه غوښتلو سره هم د مجبورۍ له امله آئي اېم اېف ته د تللو پشان تراخه ګوټونه كول وي٬د حكومت چارې چلولو لپاره سږ كال 28 اربه ډالر او قرض ستنولو لپاره 8 اربه ډالر پكار دي٬د آئي اېم اېف٬چين٬سعودي او د يو اے اي پشمول د څلور پنځو مالياتي پېكجونو راتلو سره به په پاكستان كښې د ډالر بيعه معمول ته راشي٬حكومت لويې لويې او تراخې پريكړې كړې دي٬ښه وخت پېل كېدونكې دے٬ډېر زر به د دې مثبت آغېز او ګټې په نظر راشي٬ د قامي اسمبلۍ د قواعدو او ضوابطو له مخې په ريكوزېشن د مطلوبه شمېر غړو په لاس ليك د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل كېدې شي۔د ټولې نړۍ د پوسټل سروسز ادارو پشان پاكستان پوسټل سروسز ګټوره اداره جوړولو لپاره دې ټول صلاحيتونه پكار راوستلې شي۔ د پنجاب آئي جي د حكومت احكامات په وخت نه عملي كولو له امله لرې كړے شوے٬ بيورو كريسي ته واضح پېغام وركړے شوے چې كوم افسر كار كوي هغه به په چوكۍ په ځاي پاتې كېږي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د ډاك نړيوالې ورځې په مناسبت په پوسټل سټاف كالج كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال او خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پوسټل سروسز سېكتر پير بخش جمالي٬ د پوسټل سروسز ډي جي روبينه طيبه پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير د پوسټل سټاف كالج په احاطه كښې د ونو كرلو د كمپائن له مخې بوټې هم نال كړو۔

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں