د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل صدر انتونيو ندونګ مبا په نامه خط

image

اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرشي وئېلي دي چې د هند د پاكستان په ضد د طاقت كارولو دړكې سره امنيتي وضعه خرابه شوې٬پېښ صورتحال نړيوال امن او سلامتيا لپاره خطر دې٬ملګري ملتونه دې تاؤ تريخوالي كمولو له كردار ترسره كړي٬د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې كشميريانو له دې د خپلواكۍ حق وركړې شي۔ د جمعې په ورځ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل صدر انتونيو ندو نګ مبا په نامه په خپل خط كښې وئېلي چې هند د پاكستان په ضد د طاقت كارولو دړكې سره په سيمه كښې د امنيت وضعه خراب شوې٬د معاملې سمدستي نوعيت احساس سره دا خط ليكم٬پېښ صورتحال نړيوال امن او سلامتيا له د خطر وړ دې٬خارجه وزير د سلامتي كونسل صدر صورتحال څخه خبرولو سره خط كښې ليكلې چې په 14 فروري 2019 مقبوضه كشمير كښې د پلوامه پېښې نه پس د پلټنو نه غېر هند په پاكستان تورونه لګول پېل كړل او د ثبوت او شواهد نه غېر پھ دې پیښه يې پاكستان ته د ځوابي كاروائۍ دړكې وركړې٬د هند بې بنسټه تورونو ټول انحصار په مشكوك مواد مشتمل په سوشل مېډيا جاري شوې يو وېډيو ده۔ده ووئيل هند د خپلو پالېسو ناكامۍ په پاكستان د اچولو هڅه كوي۔هند د خپلو كورونو سياسي وجوهاتو لپاره د پاكستان په ضد جارحانه روايتي فتنه پېدا كولو سره ماحول خرابوي۔په خط كښې وئېلي شوي چې د هند وزيراعظم په وګړو كښې غصه پیدا كوي۔ده ووئيل د هند وزيراعظم وئېلي دي”وخت او ځاې كوم پكار دې”په كوم شكل كښې پكار دې په دې اړه د پرېكړې كولو اجازه وركړې شوې۔د دې نه علاوه د هند حكومت د دريابونو اوبو مخ نيوي دړكې هم وركوي چې ورسره د سندھ طاس لوظ نامه خطر سره مخ كېږي۔ده ووئيل پاكستان د پلوامه بريد په اړه د هند تورونه رد كړي٬پاكستان د كوټلي شواهدو په وركولو پلټنو كښې د مرستې وړاندېز كړې۔ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم د ترهه ګرۍ او نورو شخړو په اړه هند له د خبرو اترو بلنه وركړې٬پاكستان د هندي جارحيت په صورت كښې د خپلې دفاع لپاره د لوظ څرګندونه كړې۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو كښې د كشمير شخړې حل د جمو او كشمير اولس له د سباؤن پرېكړې وركولو حق وركوي۔كشميري اولس د خپل بنيادي حقونو څخه محرومولو لپاره هند طاقت كاروي۔ ٬د هند د اړخه حقائق په غلطه توګه وړاندې كولو سره د نړۍ بې لارې كولو اجازه نه شي وركړې كېدې۔خارجه وزير د سلامتي كونسل په صدر زور راوړې چې پھ كشميريانو د هندي ظلم مخ نيوي له اقدامات وكړي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل هند دې د تاؤ تريخوالې په ځاې د پاكستان او كشميريانو سره د خبرو اترو لاره خپله كړي دغسې چې په سوئېلي آسيا كښې امن او استحكام باوري كړی شي۔ملګري ملتونه دې تاؤ تريخوالي كمولو كښې كردار ترسره كړي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خپل خط سره د پلوامه پېښې په اړه د وزيراعظم عمران خان قام ته د خطاب نكات هم لګولي۔خارجه وزير د سلامتي كونسل صدر ته خپل خط د كونسل غړو ته د لېږلو خواست هم كړې

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں