د نړيوالې ډلې نېولو شوو كسانو پھ ګوته كولو نه پس رانا ثنا اللہ نيولې شوې، د نيولو څخه وړاندې د هغه د ګاړي پرله پسې څارنه كيدله

image
APP17-04 ISLAMABAD: July 04 - Minister of State for States and Frontier Regions & Minister for Narcotics Control Shehryar Khan Afridi and Anti-Narcotics Force Director General Major General Muhammad Arif Malik jointly addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 04 جولائی (اے پی پی) د نشه ائ توكو مخنيوي دوهم وزير شهریار آفریدی وئيلي دي د نړيوالې ډلې نيولې شوو کارندګانو پھ ګوته كولو نه پس رانا ثنا اللہ نيولې شوي، د نيولو څخه وړاندې د هغه د ګاړي پرله پسې څارنه كيدله، دا 15 کلو هیروئن نه ، د هېواد د سلامتيا معامله ده،د اسمبلۍ كوم هم غړې د قانون څخه بالا تر نه دے۔ده د زيارت پھ ورځ د اینټی نارکوټکس فورس ډائریکټر جنرل (اے این اېف) سره په پی آئی ډی كښې خبرې کنفرنس ته خطاب کولو۔ دوهم وزير شهریار آفریدی ووئيل د رانا ثنا اللہ د ګاړي څخه برآمد شوې نشه ائ توكي اول فیصل آباد او بيا لاهور ته وړلې كيدل او دې نه پس بيا د هېواد څخه بهر لېږلې شول ۔ ده ووئيل په دې ټول جرم كښې نړيواله ډله ككړه ده، د كومې ځينې کارندګان چې نيولې شوي او د هغوي په ګوته كولو نه پس رانا ثنا اللہ نيولې شوې۔ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) لارښود د نيولو څخه وړاندې د هغه څارنه شوې او بيا درې څلور ورځي پس هغه نيولې شوي۔ده ووئيل دا لوئ كسان دي ،د هغوي په ګاړو كښې د نشه ائ توكو قاچاق كېږي او د هغوي ګاړې په ناكو نه اودرولې كېږي او نه د هغوي لټون كېږي۔ده ووئيل هېواد كښې حکومت د جرائمو په ضد د عدم برداشت په پالیسۍ عمل كوي او په دې كښې به لوئ لوئ كسان ونيولې شي۔په دې موقع د اینټی نارکوټكس ډائریکټر جنرل ووئيل هېواد كښې اے این اېف يو پیشه وره فورس دے كوم چې په هېواد كښې د نشه ائ توكو قاچاق مخنيوي له ګڼي کامیابې کارروائی كړې دي

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب