اليكشن كميشن د قومي اسمبلۍ د 256 ٬ د پنجاب اسمبلۍ د 295 ٬ د سندھ اسمبلۍ د 129 ٬ د خيبر پښتونخوا د 112 او د بلوچستان اسمبلۍ د 48 حلقو نتيجې جاري كړې

image

اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) اليكشن كميشن د قومي اسمبلۍ د 256 ٬ د پنجاب اسمبلۍ د 295 ٬ د سندھ اسمبلۍ د 129 ٬ د خيبر پښتونخوا د 112 او د بلوچستان اسمبلۍ د 48 حلقو نتيجې جاري كړې دي۔ په قومي اسمبلۍ او خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښی آزاد كانديدان ٬ په پنجاب كښې مسلم ليګ نون او سندھ او بلوچستان كښې پاکستان پیپلز پارټی پارلیمنټیرینز تر ټولو وړاندې دي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د خالي په ورځ ماښام د جاري كړې شويو غېر رسمي غېر حتمي نتيجو له مخې په قومي اسمبلۍ كښې 100 آزاد كانديدان كامياب شوي دي۔ مسلم لیګ(ن) 73 او پیپلز پارټي پارلیمنټیرینز 54 نشستونه اخستي دي۔ دغسې متحدہ قومی موومنټ 17 ،پاکستان مسلم لیګ، جمیعت علماء اسلام پاکستان3،3، استحکام پاکستان پارټی 2،بلوچستان نېشنل پارټۍ 2،مجلس وحدت مسلمین او بلوچستان نېشنل پارټی يو يو نشست ترلاسه كړے دے۔ په اېن اے 88 كښې په 26 پولنګ سټېشنونو به بيا پولنګ كېږي٬ د دې نتيجه ايساره كړې شوې ده۔ په يوه حلقه اېن 8 كښې د كانديد د مړينې له امله ټاكنې ځنډولې شوي دي۔ د اېن اے ګجرات او بلوچستان څخه د اېن اے 251،اېن اے 252،اېن اے 253،اېن اے 254،اېن اے 258،اېن اے 260 او اېن اے 266 نتيجه لا ترلاسه شوې نه دي۔ د پنجاب اسمبلۍ په 296 نشستونو كښې د 295 نشستونو نتيجې جاري كړې شوي دي۔ په يو نشست د كانديد د مړينه له امله پولنګ نه دے شوے۔ دلته مسلم ليګ 137 نشستونه ترلاسه كړي او 137 آزاد كانديدان هم كامياب ګرځولې شوي دي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شويو غېر حتمي غېر سركاري نتيجو له مخې پي پي پي 10،پاکستان مسلم لیګ 8،استحکام پاکستان پارټۍ ، پاکستان مسلم لیګ ضیاء او تحریک لبیک پاکستان يو يو نشست ترلاسه كړی دې۔ په پی پی 266 رحیم یار خان كښې د كانديد د مړينه له امله ټاكنې وځنډولې شوې او د پي پي 28 نتيجه لا ترلاسه شوې نه ده۔ د سندھ اسمبلۍ د 129 نشستونو نتيجه ترلاسه شوې او په يو نشست به پولنګ بيا كولې شي۔ په سندھ كښې پيپلز ګوند تر ټولو زيات 84 نشستونه لري۔ دلته متحدہ قومی موومنټ پاکستان 28،آزادو كانديدانو 13 او ګرېنډ ډېموکرېټک الائنس او جماعت اسلامی پاکستان دوه دوه نشستونه ترلاسه كړي دي۔ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د 112 حلقو نتيجې ترلاسه شوي دي۔ په 2 نشستونو الېكشن ځنډولې شوې او د يو نتيجه ايساره كړې شوې ده۔ دلته آزاد كانديدانو 90 ٬ جميعت علماﺀ اسلام پاكستان 7،مسلم لیګ ن نے 5،پاکستان پیپلز پارټی 4، جماعت اسلامی پاکستان 2 او عوامی نېشنل ګوند يو نشست ترلاسه كړے دے۔ د بلوچستان د 48 نشستونو نتيجې ترلاسه شوي دي په كومو كښې چې پاکستان پیپلز پارټۍ 11 تر ټولو زيات 11 ٬ مسلم لیګ ن او جمیعت علماء اسلام پاکستان 9،9، آزاد كانديدانو 5، 4, نېشنل پارټۍ 3،عوامی نېشنل پارټۍ 2، بلوچستان نېشنل پارٹی،بلوچستان نیشنل پارټی عوامی، حق دو تحریک بلوچستان او جماعت اسلامی پاکستان يو يو نشست ترلاسه كړے دے۔ د درې نشستونو نتيجې لا پاتې دي۔

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں