د جنورې 5مه نېټه تقاضا كوي چې ملګري ملتونه، سلامتي كونسل او نړيواله ټولنه بهادرو او ثابت قدم كشميريانو سره كړې خپل لوظ پوره كړي. ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د جنورې 5مه نېټه تقاضا كوي چې ملګري ملتونه، سلامتي كونسل او نړيواله ټولنه بهادرو او ثابت قدم كشميريانو سره كړې خپل لوظ پوره كړي، د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دې كشميريانو ته د خپلواكې پېدائشي حق وركړے شي چې دغسې دوي د جبر او استبداد څخه په پاك ماحول كښې خپل ژوند تېر كړے شي. د اتوار په ورځ د خپلواكۍ د حق ورځې په موقع په ټويټر په خپل يو ټويټ كسې د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې په نننۍ ورځ مونږ بهادر كشميريانو ته هم دا پېغام وركوو چې د دوي د خپلواكۍ په هڅو كښې مونږ دوي سره يو. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې ټول پاكستان دوي سره اوګه په اوګه ولاړ دے. مونږ به د كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتو. هغې ووئيل چې د 71 كلونو نه د كشميريانو ناحقه وينه تويولې شي، د دوي عزتونه تر پښو لاندې كولې شي. په دوي ځكه جبر كولې شي چې دوي خپل جمهوري، قانوني او جائز حق غواړي. هغې ووئيل چې د ظلم دا باب ځكه اوږدېږي چې نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه او سلامتي كونسل خپل فرض نه پوره كوي.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں