لاهور 25 اکتوبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)صدر او په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر محمد شهباز شريف د خپل ورور نواز شريف په طبي بنيادونو د ضمانت منظورېدو په مهال وئيلې دي دا د ټول قام لپاره د خوشحالۍ يوه موقع ده٬د لاهور هائي كورټ څخه د نواز شريف ضمانت منظورېدو نه وروستو مېډيا سره په خبرو كښې شهباز شريف ووئيل نواز شريف سخت ناروغه دے٬د ډاكټرانو ډله په اخلاص سره د نواز شريف درملنه كوي٬په دې موقع هغه د وكيلانو٬كارمندانو او قام مننه وكړه۔ده ټول اولس ته د نواز شريف روغتيا لپاره د دعا خواست هم وكړو