اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د برتانيې د بشري حقونو نوموړي قانون دان كليو سټېفرډ او د امريكا نړيوال قانون پوهه ايرك ليويز د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ملاقات كښې د وزيراعظم خصوصي مرستيال بېرسټر شهزاد اكبر هم موجود وو۔ په دې مهال مقبوضه كشمير كښې د هند قابض ځواكونو لخوا د بشري حقونو په خلاف ورزو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم د مقبوضه كشمير په بې ګناه اولس د روانو ظلمونو ذكر كولو سره ووئيل مقبوضه وادۍ كښې د هند لخوا د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ نړيوالې ورورولۍ له امتحان دې۔وزيراعظم ددې عزم پخلې وكړو چې نړيوالې ورورولۍ له به مقبوضه كشمير كښې د قابض هندي ځواكونو غېر آئيني او غېر قانوني ګامونو په ضد ودرېدل وي۔وزيراعظم د دې لوظ پخلې هم وكړو چې پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي