وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم كښې به علامه اقبال اوپن يونيورسټي شاملولې شي۔ وفاقي وزير ډاکټرخالد مقبول صديقي

image

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم كښې به علامه اقبال اوپن يونيورسټي شاملولې شي۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم كښې دعلامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د نه شاملولو پحقله د شاهده بيګم د پام راګرځونې د نوټس په ځواب د تعليم وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي ووئيل د ليپ ټاپ سکيم پحقله پرېكړه كېدل دي او په دې كښې به علامه اقبال اوپن يونيورسټي هم شاملولې شي٬ كله چې په كال 2013 كښې دا سكيم پېل كړے شو نو ھغه وخت علامه اقبال اوپن يونيورسټي او ورچوئل يونيورسټي شامل كړې شوې وې او دوي ته لس زره لېپ ټاپس وركړے شوې وو٬ دغسې په كال 2016 هم يونيورسټۍ ته نزدې 10 زره ليپ ټاپس وركړې شوې وو۔ ده ووئيل په كال 2022-23 كښې د اېکنېك پرېكړې له مخې بلوچستان ته اضافي ليپ ټاپس وركړے شوي ٬ دا ځل به باوري كولې شي چې د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ زده كوونكي په ليپ ټاپ سکيم كښې شامل كړے شي

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں