قامي سلامتيا په خارجه وزارت٬ دفاع او د داخله په دريو محاذنو مشتمله ده ۔د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي

image
APP64-08 ISLAMABAD: March 08 - Minister of State for Interior, Shehryar Afridi addressing during a seminar to mark International Women's Day at Police Lines. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی)د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي داخله وزارت لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته وئېلي دي دا مهال قامي سلامتيا په خارجه وزارت٬ دفاع او د داخله په دريو محاذنو مشتمل ده ۔د داخله اېډېشنل سېكتر كمېټۍ ته بريفنګ وركولو په مهال ووئيل د سعودي عرب څخه د سزا شوو بنديوانو راوستو لوظ نامه لېكلې شوې٬د چينائي وګړو امنيت لپاره په 4502 كسانو مشتمل سول آرمډ فورس 6 ډلې جوړې كړې شوې۔ د كورنيو چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن خرم شهزاد په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔په غونډه كښې په لائن آف كنټرول د هند جارحيت له امله د شهيدو شوو پاك پوځ ځوانانو لپاره فاتحه خواني وشوه۔د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي كمېټۍ ته ووئيل داخله وزارت او د دې ذيلي ادارې به كمېټۍ سره معاونت كوي۔مونږ به پارليمان او د پارليماني غړي نه انډر مائن كوو۔داخله ايډېشنل سېكتر كمېټۍ ته بريفنګ وركولو په مهال ووئيل زمونږ وژن دے چې د ټولو پاكستانيانو وګړو ځان او مال محفوظ وي٬د داخله وزارت په هدايت د نشه اي توكو مخ نيوي٬د تجاوزات خاتمې پشمول ګڼ شمېر كمپائن چلولې شوي۔دوهم سېكتر ووئيل د وزيراعظم د ګيلو په پورټل تراوسه 36 زره 505 ګيلې راغلې يپه دې كښې 31 زره 351 ګيلې حل كړی شوي۔د كمېټۍ غړي شيراكبر ووئيل د بونير د خلقو دارومدار د كوكنارو كرل څخه ؤ ٬حكومت هغه ختم كړي ٬ خو په بدل كښئې څه روزګار نه دې وركړی٬حكومت دې په سول آرمډ فورسز كښې د بونير لپاره جلا ونګ كقرر كړي په كوم چې داخله سېكتر ځواب وركړو چې مونږ به دا معامله وګورو۔د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل د پوليس فاؤنډېشن هاؤسنګ سوسائټۍ حالات ډېر خراب دي٬هغه به په ايجنډا راوستلې شي

مضمون کا ماخذ : Raging Rhino
متعلقہ مضامین
مزید خبریں