د بري جذبه٬ منصوبه بندي او ټيم سپرټ په كاميابۍ ترلاسه كولو كښې مهم كردار لري

image

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان پاکستان كركټ لوبډلې له په نړيوال كركټ جام كښې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره وئيلي دي د بريا قوي جذبه٬ منصوبه بندي او ټيم سپرټ په كاميابۍ ترلاسه كولو كښې كليدي كردار لري٬ ټول قام د كركټ لوبډلې كاميابۍ لپاره لاس په دعا دے۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې د پاکستان کرکټ لوبډلې او د پي سي بي انتظاميې سره كړې چا چې د جمعې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د يو ساعت نه په زياته غونډه كښې وزیراعظم د پاکستان كركټ لوبډلې غړو سره خپله تجربه شيئر كړه او ورلډ كپ كښې د ښه لوبې كولو او كاميابۍ لپاره ئې دوي ته ګټورې مشورې وركړې۔ د وزیراعظم لخوا د كركټ لوبډلې په ورلډ كپ كښې كاميابۍ لپاره ډاډګيرنه او د نيكو هيلو څرګندونې سره ووئيل د ټول قام دعاګانې ستاسو سره دي ٬ ګرده نړۍ كښې د هېواد او قام نمائندګي كول يو لوے اعزاز دے۔ وزیراعظم ووئيل لوبغاړي د قام سفيران دي او د ټول قام تاسو ته سترګې دي او هيلې لري٬ د خپلو صلاحيتونو ٬ سپورټس مېن سپرټ او خپل طرز عمل سره د پاكستان نامه روښانه كول دي۔ ده ووئيل چېمپیئن شپ ګټلو لپاره په قوي جذبه او منصوبه بندۍ مېدان ته اوځئ ۔

مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں