د پنجاب ګورنر٬ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وا د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق نړيوال سكھـ كنونشن ته وېنا

image

لاهور 31 اګست (اے پي پي) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور٬ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وا د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق وئِيلي دي چې هند د كرتارپور لارې پرانسته ورانولو لپاره څه هم كولې شي٬ د هند هر يو سازش او پلان به ناكامه كوو٬ په نومبر كښې به وزيراعظم عمران خان د كرتارپور لارې پرانسته كوي٬ په هند كښې د مسلمانانو پشمول ټول اقليتونه د مودي ظلم سره مخ دي٬ د بابا ګرونانك د زېږون په 550 ورځ به په دستورو كښې سكھـ ياتريانو ته مكمل امنيت وركولې شي۔ دوي دا خبرې د خالي په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې نړيوال سكھـ كنونشن ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ كنونشن ته د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې په كشمير كښې د قتل و غارت بازار ګرم كړے شوے٬ د مودي كردار د ټولې نړۍ په وړاندے دے٬ په هند كښې چې اقليتونو سره كوم سلوك كولې شي٬ هغه د ټولو په وړاندې دے٬ سكھـ ټولنه دې د پاكستان اصل څېره نړۍ ته وښائي٬ ټول پاكستانيان سكهانو ته هركلې وائي۔ كرتارپور يوه لويه پروژه ده٬ بابا ګرونانك د مينې او محبت پېغام وركړے٬ مونږ ته د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ ته وده وركول دي۔ هغې ووئيل چې حكومت سكھـ ټولنې ته هركلې وائي٬ هغې ووئيل چې زمونږ حكومت ته د انتهاخوښې سوچ ختمول دي٬ وزيراعظم د اقليتونو وكيل دے٬ د اقليتونو د حقونو تحفظ د حكومت وړومبې ترجيح ده۔

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں