د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د شهيدې بېنظيربهټو كليزې په موقع اولسي غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي پخوانې وزيراعظمې شهيدې بېنظير بهټو هېواد كښې د امن او سلامتيا لپاره د انتهاخوښو او د ترهه ګرو په ضد په نره خبرې كړی ٬ هغه په اسلامي هېوادونو كښې وړومبنۍ مېرمنه وزيراعظمه وه او په نړۍ كښې يې د پاكستان نامه روښانه كړی٬مېرمنو له يې د هغوي حقونه وركړي او اولس ترې ډېرې هيلې لرلې٬د پینډۍ اولس ګواه دے چې د مشرق لور 12 كاله وړاندې په نننۍ ورځ بمي چاودنه كښې شهيده كړی شوې وه٬ځكه چې هغې اولس به دنيا كښې يو طاقت ګڼلو٬مونږ په خپل غم او غصه قابو موندلو سره انشتهار خپور نه كړو بلكه د جمهوريت او مفاهمت سياست كولو سره د ټولو اسټيك هولډرز سره مخ په وړاندې تللې يو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په لياقت باغ كښې د پخوانۍ وزيراعظمې شهيدې بېنظيربهټو 12مې كليزې پھ موقع راجوړی كړی اولسي غونډې ته وېنا كښې وكړه۔په دې موقع د سندھ اعلٰی وزير مراد علي شاه٬پخوانې وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني٬د قاې اسمبلۍ غړې راجه پروېز اشرف٬سناتور رحمان ملك٬اعتزاز احسن٬د پاكستان پيپلز ګوند لارښود قمرالزمان كائره٬نيئر حسېن بخاري٬سناتور مصطفٰی نواز كهوكهر٬ملك عامر فدا پراچھ٬بابر سلطان جدون٬د زده كوونكو تنظيمونو ٬ د مېرمنو لارښودو پشمول په لويه شمېره كاركنانو غونډه كښې ګډون كولو۔بلاول بهټو زرداري ووئيل ذوالفقار علي بهټو شهيد مات شوې هېواد جوړ كړو او جنګي بنديان يې د دښمانانو څخه بېرته راوستلي٬وړومبې يې متفقه اسلامي جمهوري آئين نافذ كړ و ۔ ده ووئېل ذوالفقار علي بهټو خواري كښو او كروندګرو ته د هغوي حقونه وركړل او د كشمير مسئله يې رامخې ته كړه۔ده ووئيل د ذوالفقار علي بهټو لور بېنظيربهټو د خپل پلار هلې ځلې روانې ساتلې او د اولس حقونو او آزادۍ لپاره يې تر 30 كاله هلې ځلې كړی۔بلاول بهټو زرداري ووئيل بي بي شهيدې د خپل هېواد ګټه تر هر څه مقدمه ساتلې٬پرمختيائي كارونه يې كړي او مونږ د بي بي مشن روان ساتلو سره ډوډۍ جامه او د كور وعده د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې ترسره كړی۔د غونډې په اختتام د بېنظيربهټو شهيدې لپاره خاص دعاګانې وكړی شوې

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں