د نامتو عالم دين ډاكټر ياسين ظفر نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي﴾ نامتو عالم دين او مذهبي سكالر ډاكټر ياسين ظفر وئيلي دي چې تر څو عام وګړې د ديني عقيدو او اقدارو څخه نه وي خبر شوے٬ دروغجن او فريبي خلق به دوي د كراماتو د لارې بې لارې كوي٬ څنګه چې پوځ د هېواد د جعرافيائي پولو محافظ دے٬ هم دغسې ديني مدارس په مذهبي عقيدو٬ اقدارو او ختم نبوت پهرا كولو لپاره هر وخت تيار وي ځكه مدرسو ته بد وئيل درست نه دي۔ د نهې په ورځ نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې علما د انبياكرامو وارثان دي٬ د نبي پاك﴿ص﴾ تعليمات ټولې نړۍ ته رسول د دوي ذمه واري ده۔ حضور ني پاك﴿ص﴾ خاتم النبين دے٬ د نبي پاك ﴿ص﴾ د تعليماتو او د قرآن حكيم د تعليماتو نه علاوه د كوم ډول نوي هدايت او تعليم هېڅ ضرورت نشته۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت لوي عزم سره راغلې او وائي چې نوې پاكستان جوړول غواړو۔ بايد حكومت د اسلام بنيادي عقيدې او اقدار ځان سره مخ په وړاندې بوځي٬ دې سره به په هېواد كښې خېر و بركت راشي

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں