اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د پاك فضائیه مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان د پاك فضائیه په يو آپریشنل ایئر بیس روانو د پاکستان او امریکې فضائیه شريكو فضائی مشقونو فیلکن ټیلن څارنه كړې ده ۔ د پاك فضائیه مشر د جنګي الوتكو د جنګی مشقونو په اختتامی پړاؤ كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع خبرو كښې ایئر چیف په كاميابو فضائی مشقونو كولو د دواړه هېوادونو فضائی عملې له مبارکي وركړه۔ده ووئيل دواړه هېوادونه د اوږدې مودې راهسې تاریخي اړيكې لري او دا شريك مشقونه به د دواړه هېوادونو فضائی پوځ له د يو بل تجربو څخه د زدكړې لپاره مرستياله وګرځي