د قومي اسمبلۍ د سبا كېدونكي غونډې شېډول بدل كړې شو۔ غونډه به د شورؤ په ورځ د فرورۍ په 20 مه نېټه كېږي۔ د قومي اسمبلۍ وياند

image

اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سبا د ګل په ورځ ماځيګر 4 بجې كېدونكي غونډې شېډول بدل كړې شوې دې۔ د قومي اسمبلۍ وياند ترمخه د قومي اسمبلۍ د ګل د ورځې غونډه به د شورؤ په ورځ د فرورۍ په 20 مه نېټه ماځيګر 4 بجې كېږي۔ د سعودي عربستان ولي عهد محمد بن سلمان راتلو په مهال به رېډزون بندولې شي۔ د قومي اسمبلۍ وياند ترمخه د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر لخوا د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ملازمينو ته ممكنه مشكلات نظر كښې نيولو سره د ګل ورځې رخصتي وركړې شوېده۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ملازمين به اوس د نهې په ورځ خپلو دفترونو ته حاضرېږي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں