د هند كركټ لوبغاړو د اسټراليا په ضد مېچ كښې پوځي ټوپۍ په سرولو باندې بايد پي سي بي احتجاج وكړي

image

اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د هند كركټ لوبغاړو د اسټراليا په ضد مېچ كښې د پوځي ټوپۍ په سرولو باندې بايد پي سي بي باضابطه احتجاج وكړي٬ هيله لرو چې جېنټل مېنز ګېم په سياسي كولو به آئي سي سي كاروائي وكړې٬ دا بيخې كركټ نه دي۔ د جمعې په ورځ خپل ټوئټ كښې وفاقي وزير ووئيل هيله لرو چې جېنټل مېنز ګېم به په سياسي كولو آئي سي سي كاروائي وكړي۔۔ ده ووئيل كه هندۍ لوبډله منع نه كړې شوه نو مقبوصه كشمير كښې د هند لخوا په روانو ظلمونو څخه نړۍ خبرولو لپاره به د پاكستان لوبډله تورې پټۍ په لاسو وتړي

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں