د وزیراعظم عمران خان د برتانيې ورځپاڼې “فنانشل ټائمز” سره مركه

image

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي نوي پاكستان كښې ترهګرو لپاره هېڅ ځائ نشته ٬ پاكستان پخپله خاوره ترهګرو ډلو ته د بيا منظم كېدو هېچرې اجازه نه شي وركولې۔ وزيراعظم دا خبرې د برتانيې نوموړې ورځپاڼې “فنانشل ټائمز” سره خپلې مركه كښې وكړې۔ وزیراعظم ووئيل نوي پاكستان كښې ترهګرو لپاره هېڅ ځائ نشته ٬ د دوي په ضد كرېك ډاٶن جاري دے او مونږ د دوي ټوله ډهانچه ختموٶ ٬ په دې لړ كښې چې اوس څخه روان دي پاكستان كښې د دې نه وړاندې كله نه دي شوې۔ ده ووئيل پاکستان جېش محمد سره هېڅ تعلق نه لري۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل هند د “جنګي جنون” سره مخ دے او زه تر اوسه دا اندېښنه لرم چې د ټاكنو نه وړاندې څه نه څه كېدې شي ۔ د ېوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل كله نه چې د پلوامه پېښه شوې نو مودي سركاري دا جنګي جنون راپېدا كولو لپاره كارولې ۔ وزیراعظم ووئيل هندي اولس له دا احساس پكار دے چې دا هر څه ټاكنې ګټلو لپاره روان دي ٬ دا د نيمې وچې مسئلو سره هېڅ تعلق نه لري ۔ وزيراعظم ووئيل 19 كلن زلمي پلوامه كښې ځانمرګي بريد كړې چې تعلق ئې مقبوضه سيمې سره ٶ٬ د ھغه د مور پلار وېنا ده چې د امنيتي ځواكونو بدسلوكۍ ھغه شدت پسند جوړ كړې او دې لپاره د پلوامه پېښه هندي وګړي كړې ده چې پكښې هندي ګاډې او هندې چاٶدېدونكې توكې كارولې شوې ٬ ده ووئېل بيا د بريد تور په پاكستان ولې لګولې كېږي ٬ مونږ د پلوامه غوندې د ترهګرۍ د يوې پېښې تور متحمل كېدې نشوو ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم معشیت ته د تقویت وركولو عزم سره ووئيل پاكستان آئي اېم اېف سره لوظنامې ته ډېر نزدې شوې ٬ زه دا عزم لرم چې دا ځل به پاكستان په آخري ځل آئي اېم اېف سره مراجعه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل چين سره پاكستان نزدې اړيكې لري او دا تاثر سم نه دې چې پاكستان سي پېك له مخې د چين يو طفېلي رياست جوړ شوې ۔ ده ووئيل چين تل د پاكستان مرستياله پاتې شوې چې مونږ ئې مننه كوٶ او وزيراعظم دا تاثر هم رد كړو چې د چين قرض پاكستان په قرض كښې د راګېرولو سفارتكاري ده

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں