د خارجه وزير شاه محمود قريشي په عمر كوټ كښې غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې كشميريان وسله نه لري خو كمزوري نه دي٬ ګولې به ختم شي خو سينې نه٬ هند دې واوري د خښتې ځواب په كاڼي د وركولو جذبه لرو٬ د آر اېس اېس غنډه ګان كشمير ته لېږل كېږي٬ په جنېوا كښې به د كشمير مقدمه وړاندې كوم٬ مودي او جئے شنكر تاسو په سرينګر كښې د مسلمانانو په وړاندې نه شي ودرېدلې او ما نن د انسانيت پېغام راوړې او شومندر ته حاضر شوے يم٬ په مقبوضه كشمير كښې جوماتونه خاموش كړې شوي دي٬ په پاكستان كښې مندر آباد دي۔ ده دا خبرې په عمر كوټ كښې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ خارجه وزير ووئيل چې نننۍ غونډه سياسي نه بلكې د يووالي پېغام دے٬ د عمران خان په وېنا راغلے يم٬ عمران خان د مصروفياتو په وجه شريك نه شو۔ خارجه وزير مودي او جئے شنكر ته پېغام وركولو سره ووئيل چې ٬ مودي او جئے شنكر تاسو په سرينګر كښې د مسلمانانو په وړاندې نه شي ودرېدلې او ما نن د انسانيت پېغام راوړې او شومندر ته حاضر شوے يم۔ ده ووئيل چې كشميريان وسله نه لري خو كمزوري نه دي٬ ګولې به ختم شي خو سينې نه٬ هند دې واوري د خښتې ځواب په كاڼي د وركولو جذبه لرو٬ د آر اېس اېس غنډه ګان كشمير ته لېږل كېږي٬ په جنېوا كښې به د كشمير مقدمه وړاندې كوم۔ ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې جوماتونه خاموش كړې شوي دي٬ په پاكستان كښې مندر آباد دي۔

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں