بحيره عرب څخه پورته كېدونكې زيات سخت سمندري طوفان بپرجوائے د شدت له كمېدو ورستو سخت سمندري طوفان كښې بدل شو

image

اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) بحيره عرب څخه پورته كېدونكې زيات سخت سمندري طوفان بپرجوائے د شدت له كمېدو ورستو سخت سمندري طوفان كښې بدل شوے٬ د طوفان د مركز خواوشا كښې د هوا رفتار د ساعت په سر د 80 نه تر 100 كلوميټر ته راغلې دې۔ د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی له مخې طوفان د هندي ګجرات ساحل څخه له تېرېدو وروستو كمزورې شوې دې او تر ماښام به د دې د شدت لا كمېدو وروستو د دې درجه بندي په ډپرېشن كښې بدله شي۔ د پاكستان په ساحلي پټۍ د دې ممكنه اثرات په دې كښې د لا پېشرفت سره تړلې دي۔ اړوندې ادارې د كوم هم بېړني صورتحال مخنيوي له چمتو دي۔ د طوفان د اثراتو په بشپړه توګه تر ختمېدو اولس ته د محتاط پاتې كېدو مشروه وركړې شوې ده۔ دې څخه وړاندې سمندري طوفان بپر جوائے د هندي ګجرات په ساحلي پټۍ بشپړه لېنډ فال كړے دے كومه چې كېټي بندر څخه 125 كلوميټره لرې په جنوب كښې ده

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں