اسلام آباد 14اګست (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ اسپیکر راجه پرویز اشرف د پاکستان 76مي آزادۍ ورځ په موقع د پاکستان كښې مېشته قام او بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیانو له د جش آزادۍ مبارکي وركولو سره وئيلي چې په دې كښې شك نشته چې آزادی يو لوئ نعمت دې او د لوے څښتن مننه كوو چې مونږ له ئې دا لوئ نعمت کبریٰ رانصيب كړې، د پاکستان جوړيدو مقصد اسلامی اقدار او روایات ترمخه يو داسې جمهوری نظام جوړول ؤ چرته چې د انصاف برابری او د حقوق تحفظ ممکن وي۔جاري شوې پیغام كښې ده ووئيل بابائے قوم قائد اعظم محمد علی جناح، مفکر پاکستان علامه اقبال او زمونږ مشرانو بشپړه هڅو ته پيرزوئنې وړاندې كوم د چا په هلو ځلو او قربانیو چې مونږ ته هېواد ترلاسه شوي۔ده ووئيل بايد مونږ د لوے څښتن د اړخه راكړې شوي د دې عظیم نعمت کبریٰ قدر وكړو۔ده ووئيل زمونږ د مشرانو او بانیان پاکستان لازوال قربانیو په سوب نن مونږ په آزاد فضاګانو كښې ژوند كوو۔ده ووئيل د هېواد ترلاسه كولو لپاره ګڼ شمير قربانۍ وركړې۔اسپیکر راجه پرویز اشرف ووئيل د پاکستان جوړيدو مقصد اسلامی اقدار او روایات ترمخه يو داسې جمهوری نظام جوړول ؤ چرته چې د انصاف برابری او حقوق تحفظ ممکن وي۔ ده ووئيل کشمیر او فلسطین كښې مېشته وګړي د آزادۍ نعمت كوم چې د هغوي بنیادی حق دې دې څخه محروم ساتل د نړۍ د جدید اصولوں په ضد دې۔ده ووئيل هند د 5 اګست، 2019 نه پس د مقبوضه کشمیر مسلمانانو حقونه صلب کړې دي۔ده ووئيل مقبوضه وادی وګړي د بنیادی انسانی حقوق څخه محروم ساتلي دي او مقبوضه کشمیر وګړي د نړۍ تر ټولو لوئ اوپن زندان كښې بند كړې دي۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د کشمیر شخړي حل لپاره د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په قراردادونو عمل کولو سره د کشمیریانو د آزادۍ بنیادی حق ومنلې شي۔ده ووئيل د کشمیریانو د هيلو له مخې د كشمير مسئله په امناكه حل سيمه كښې كوټلي امكن لپاره ضروري دې۔