د قانون د حکمرانۍ به سودا كولې نه شي٬ د هېواد او په بهرنۍ كچه شوې لوظنامې به پاللې شي۔ لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ

image

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د قانون د حکمرانۍ به كومه سودا كولې نه شي ٬ پاکستان بلها قدرتي وسائل لري ٬ د بهرنۍ سرمايه كارۍ سهولت كونسل پلېټ فارم څخه به په ټاكلې موده كښې د پاكستان د پرمختګ بنياد كېښود هڅې كوٶ، د هېواد او په بهرنۍ كچه شوې لوظنامې به پاللې شي٬ كشمير د اوږدې مودې كشاله ده او ھغې څخه پام په هېڅ صورت بل پلو كېدے نه شي٬ رياست اقليتونو ته د زيان رسوٶنكو ملګرتيا نه كوي ٬ اكثريت له به د اقليت خيال ساتل وي۔ د جمعې په ورځ د كابينې غونډه كښې د خبرو په مهال لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ نوې لنډمهاله كابينې ته مباركي وركولو سره ووئيل چې دا يوه تجربه كاره او بهترين ډله ده٬ په كابينه كښې د هېواد تر ټولو زيرك شخصيات شامل دي٬ خپلو خپلو څانګو كښې پوهه او ادراك لري۔ لنډمهاله وزيراعظم ووئيل زه په پوهه ډله وياړ لرم او هيله ده چې په دې عبوري موده كښې به مونږ د قام بشپړه خدمت وكړو٬ اګرچه مونږ سره د هېواد خدمت لپاره زيات مېنډېټ نشته٬ بلكې يو محدود وخت دے٬ مونږ به هڅه كوٶ چې تېرو حكومتونو په نړيواله كچه كومو بېلا بېلو فورمونو سره كومې لوظنامې كړي دي ھغه به پاللې شي۔ ده ووئيل پاكستان يو زرعي هېواد دے٬ بلها قدرتي معدني وسائل هم لري٬ په دې حقله بلوچستان صوبه زياته مهمه ده۔ وزيراعظم ووئيل اېس آئي اېف سي نوي تصور نه بلكې يو پخوانې قامي خوب دے ٬ چې اوس پرې عملدرآمد روان دې٬ وخت راغلے چې د پاك آرمي پشمول د ټولو ادارو په مرسته مونږ په ګډه حوصلې او ادراك سره دا پخواني قامي خوب رښتيا كړؤ٬ دا د يوې ادارې نه بلكې د 25 كروړه اولس اجتماعي ملكيت دے٬ په دې كښې به مونږ ټول په مشتركه توګه كردار لوبوٶ٬ په دې تقسيم شوي ماحول كښې به مونږ هڅه كوٶ چې په سياست او قانون كښې فرق وساتو٬ دلته د قانون حکمراني او رُول آف آرډر وي٬ مونږ به باوري كوٶ چې د رُول آف آرډر كومه سواد ونه شي٬ كه اړې ګړې وي نو يو حكومتي نظام نشي چلېدې٬ مونږ د دې د اهميت نه خبر يو٬ د دې هېڅ ډول سودا نشي كېدې۔ ده ووئيل پاكستان د ټولو مذهبونو د اولس هېواد دې ٬ قائداعظم په 11م اګست خپل مشهور تقرير كښې وئيلي ٶ چې چا ته به هم د دوي د شناخت په بنياد حقونه ترلاسه نه وي بلكې د فرق نه غېر به ټولو ته يو ډول حقونه ترلاسه وي٬ مونږ له به د خپل پاکستان د خوب ادراك كول وي او دا زمونږ د خاورې خوب دې٬ د قائداعظم او اقبال په وژن عمل كولو سره د پاکستان په پرمختګ كښې به كردار لوبوٶ۔ ده ووېيل مونږ د قدامت پسند رجحاناتو د هر شكل په سختۍ سره غندنه كوٶ٬ په ټولنه كښې د مذهبي انتها خوښۍ هېڅ ګنجائش نشته٬ د دې به حوصله شكني كولې شي٬ قدامت پسندي خواه كه مذهبي وي يا سېكولر يا كوم بل صورت كښې وي د ھغې هركلے نشي كېدې بلكې د ھغې حوصله شكني كول دي او د دې د قانون له مخې پرېكړه كول دي٬ ده ووئيل پاكستان لويو معاشي چېلنجز سره مخ دې خو د قابل لنډمهاله ډلې په معاونت سره به مونږ مالياتي نظم و ضبط قائم كوٶ٬ مونږ ته د ټېکس پيئر پېسې د اهميت اندازہ ده۔ ده ووئيل زمونږ د دې نننۍ غونډې٬ وسائلو او سفر قيمت د پاكستان اولس ادا كوي٬ يو دكاندار، استاذ، قانون دان، سول سرونټ دا ټول مونږ لپاره كار كوي او مونږ له به دوي ته سماجي خدمات او ساز ګار ماحول وركول وي۔ لنډمهاله وزيراعظم ووئيل پاکستان د بېلا بېلو مذهبونو او ژبو هېواد دے٬ اقليتونو ته دلته بشپړه تحفظ ترلاسه دے٬ رياست اقليتونو ته زيان رسوٶنكو سره نه دې٬ اكثريت له به د اقليت خيال ساتل وي٬ د انصاف او قانون له مخې به كاروائي كولې شي چا سره به ناانصافي نه كېږي٬ د پاکستان بنياد په مقدس اصولو اېښودلې شوے دے۔ لنډمهاله وزيراعظم د مئي د نهمې نيټې په پېښو د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره ووئيل زمونږ په پوځي تنصيباتو بريد زمونږ په ټول نظام د بريد مترادف دے٬ مونږ نه يوازې د دغه پېښو غندنه كوٶ بلكې د دې د ذمه وار به قانون سره مخ كوٶ٬ چا چې د قانون خلاف وزي كړې ده ھغوي سره به رعايت نه كېږي۔ د کشمير پحقله خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل دا د اوږدې مودې كشاله ده كومې څخه چې په هېڅ صورت پام بلخوا كېدې نه شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں