د كورنيو چارو وفاقي وزير سرفراز بګټي د ميجر علي رضا او حوالدار نثار احمد په شهادت د غمرازۍ څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 09 اكتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي په ژوب كښې د ترهه ګرو په ضد د عملياتو په مهال د ميجر علي رضا او حوالدار نثار احمد په شهادت د عمرازۍ څرګندونه كولو سره وئېلي دي پاكستانے قام د شهيدانو د قربانو پوره وړے دے۔د ګل په ورځ په خپل بيان كښې لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي ووئيل مونږ د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ده ووئېل ميجر علي رضا او حوالدار نثاراحمد د ترهه ګرو په ضد په بهادرۍ جنګېدو كښې شهادت ترلاسه كړے٬د هېواد په خاطر د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ده ووئيل د امنيتي ځواكونو بهادرو ځوانانو 5 ترهه ګر وژلې دي۔ده ووئيل ټول قام د پاك پوځ سره ولاړ دے۔

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں