انتخابات كښې ضابطه اخلاق د اهميت وړ دي٬ د ميډيا پشمول دې ټول شراكتدار د لارښونې خپلو اصولو ته پام لرنه وكړي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرترې شاهيره شاهد سېمينار ته وېنا

image

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرترې شاهيره شاهد په ټولټاكنو كښې د ضابطه اخلاق په اهميت رڼا اچولو سره وئيلي دي د ميډيا پشمول د ټولو شراكتدارو بنيادي ذمه واري ده چې د لارښونې خپلو اصولو ته پام لرنه وكړي دغسې چې انتخابي عمل او دې سره اړوندې هلې ځلې په ښه ډول ترسره شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د پرېس انفارميشن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) تر سېوري لاندې “اتنخابات 2024:د ميډيا پشمول د ټولو شراكتدارو اخلاقي طرز عمل” په سرخط سېمينار په لړ كښې د درېم سېمينار او مباحثې ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ سېمينار ته د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي او پي آئي او ډاکټر طارق محمود هم وېنا وكړه٬ د پېنل ډسکشن نه وړاندې او په دوېم پړاٶ كښې د الېكشن كمېشن وياند سيد نديم حېدر٬ د تعليم پوهانو او سينئر خبريالانو برخه واغسته او په ضابطه اخلاق٬ ميډيا او د اكېډميه په كردار ئې رڼا واچوله او په زړه پورې تجويزونه ئې وړاندې كړل ۔ د اطلاعات سېكرترې د ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره په دې مهمه موضوع د سېمينار او پرله پسې د درېم سېمينار په كاميابۍ پي آئي او او د پي آئي ډي ډلې د هلو ځلو ستائنه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں