اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ګرد هېواد كښې د قيمتي كاڼو د صنعت پرمختګ او د دې برآمدات زياتولو له په څانګه كښې د اصلاحات معارفي كولو پرېكړې كولو سره وئيلي دي كانونو څخه په روايتي طريقه د قيمتي كاڼو په راويستلو دا قيمتي اثاثه ضائع كولې شي٬ وفاقي حكومت به په ګلګت بلتستان كښې د قيمتي كاڼو د راويستلو ٬ تراشلو او وېليو ايډيشن صنعت د نړيوال معيار سره سمولو له پائلټ پراجېكټ پېل كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د قيمتي كاڼو د صنعت پرمختګ او په دې څانګه كښې د اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران جام کمال خان، خالد مقبول صدیقي ، احد خان چیمه، اورنګزیب، رانا تنویر حسین، ډاکټر مصدق ملک، د سټېټ بېنك ګورنر جمیل احمد، د وزیراعظم کوآرډینېټر رانا احسان افضل، د ګلګت بلتستان، آزاد کشمیر او خېبر پښتونخوا چيف سېكرتريز او اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته په هېواد كښی د قيمتي كاڼو استعداد ٬ د كان كنۍ د موجوده طريقو او برآمدات په اړه ووئيل شول چې ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا او آزاد کشمیر كښې د قیمتي كاڼو پانګې شته،په دغه سيمو كښې د درنګونو لپاره روایتی تګلاري خپلولې شي چې له امله ئې د قیمتي كاڼو زيان كېږي، خام مال زیاتر سمګل كيدو سره نورو هېوادونو كښې ویلیو ایډېشن نه پس ټولې نړۍ ته برآمد کیږي۔غونډې ته ووئيل شول په زيات مقدار كښې د پانګو باوجود پاکستان څخه د قیمتي كاڼو د برآمدات حجم يو څو ميليونه ډالره دے۔ وزیراعظم ته د قیمتي كاڼو صنعت او په دې څانګه كښې د اصلاحات په اړه وړاندېزونه وركړے شول۔غوندې ته ګلګت بلتستان كښې د قیمتي كاڼو په اړه د يو کلسټر جوړولو تجویز هم ور كړے شو۔وزیراعظم په وړاندېزونو د عملدرآمد ذمه واري د نجكارۍ وفاقی وزیر ته سپارلو سره په يوه اونۍ كښې ګلګت بلتستان كښې د پائلټ پراجیکټ تګلاري وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د قیمتي كاڼو صنعت پرمختګ او څانګې اصلاحات له د سټیئرنګ کمېټۍ به پخپله مشري کوم۔ ده ووئيل وفاقي حکومت ګلګت بلتستان كښې د قیمتي كاڼو درنګونو ، د كاڼو تراشلو او ویلیو ایډېشن صنعت نړيوال معیار سره برابرولو له پراجیکټ پيل كوي،په دې اړه به وفاقی حکومت د ګلګت بلتستان حکومت بشپړه مالی معاونت كوي۔وزیراعظم ووئيل د بده مرغه 77 كلونو كښې دې څانكې ته پام لرنه نه ده شوې،د قیمتي كاڼو په روایتی طریقو راويستلو سره د درنګونو قیمتی اثاثه ضائع کیږي،په يوه مياشت كښې د نړيوال معیار سره سمې جدید تګلاري لپاره دې اقداماتو وكړے شي۔ وزیراعظم ووئيل د قیمتي كاڼو صنعت او دې څانګه كښې اصلاحات په اړه عملی اقدامات او نتيجې دې وړاندې كړې شي،د قیمتی كاڼو قاچاق اجازه به چا له ورنه كړې شي ،په دې اړه دې د ګلګت بلتستان حکومت سره د مشاورت نه پس په يوه اونۍ كښې رپورټ وړاندې كړے شي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې د قیمتی كاڼو په نړيواله كچه رائج سرټیفیکیشنز ترلاسه كولو له دې په ترجیحی بنیادونو اقدامات وکړے شي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول پاکستان كښې دا مهال د قیمتی كاڼو درنګونو په اړه 178 لوئي لائسنس وركړے شوي دغسې د قیمتی كاڼو 18 اقسام موجود دي، پاکستان د قیمتی كاڼو د برآمدات 80 فیصده برخه په خام مال اډانه ده، د قیمتي كاڼو صنعت پرمختګ په اړه به د هېواد برآمدات زيات شي او د روزګار نوې موقعې به راپيدا شي۔ دغسې وزیراعظم د قیمتي كاڼو درنګونه په جديد ډول لټولو ، تراشلو، پالشنګ او ویلیو ایډېشن په اړه د پاکستان افرادي قوت پېشه وره تربيې لپاره د يوې كوټلې تګلارې نفاذ له هم سپارښتنه وكړه۔