حکومت تر اوسه ټول هېواد كښې د 2.2 مېليونه هېلت انشورنس كارډ جاري كړې دي۔ د عامر محمود كياتي نجي ټي وي سره خبرې

image

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پی پی) د صحت وفاقي وزير عامر محمود کیاني وئيلي دي چې حکومت تر اوسه ګرد هېواد كښې د 2.2 مېليونه هېلت انشورنس كارډ جاري كړې دي۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل راتلونكې مياشت كښې به حاجتمندو له د 9 مېليونه څخه زيات صحت كارډ وركولې شي۔ ده ووئيل هر يو صحت كارډ كښې 725000 روپۍ دي كوم چې رنزورانو درملنې لپاره د هېواد په هر سركاري او نجي روغتونونو كښې استعمالېدې شي ۔ ده ووئيل د تېرو 70 كالو راهسې د صحت څانګه د حكومتونو لخوا نظر انداز كېږي او اوس په ټرېك راوستلو كښې به وخت لري ۔ ده ووئيل هېواد كښې 80 فيصده نجي او يوازې شل فيصده سركاري روغتونونه دي چې په سوب ئي بې وسه كسان په درملنه كښې ستونزو سره مخ دي

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں