اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د وزیراعظم د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ وئيلي دي برآمداتو لپاره به زيرو رېټنګ نظام په ځائ ساتلې شي٬ زمونږ په ډومېسټك ماركيټ كښې د ټېكسټائلز د سېلز اندازه نزدې 1200 اربه ده چې پكښې يوازې د 6 نه تر 8 اربه روپۍ ټېكس وصولېږي كوم چې د نه قبلېدو وړ دے٬ د برآمدي څانګې د ټېكسونو په اړه هېڅ بدلي نه دې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پوسټ بجټ خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل تاسو حق لرۍ چې په جائز طريقه پېسې اوګټۍ په كومه چې به مونږ خوشحالېږو خو د 1200 ارب روپو په سیلز د 6 نه تر 8 اربه روپۍ ټېكس وركوئ نو دا هېواد او قام لپاره ښه نه ده ۔ ده ووئيل تاسو له خپله قامي ذمه واري ترسره كولو سره پخپل خرڅونكي څيز ټېكس وركول پكار دي۔ ده ووئيل د برآمدي څانګې ځائي سېلز څخه مونږ ټېكس غواړٶ٬ په برآمدات زيرو رېټنګ دے ټېكس پرې نشته او دا نظام به په ځائ وي ٬ ده ووئېل كه تاسو برآمدات كوۍ نو د هېواد مصنوعات هم خرڅوۍ نو د نورو خلقو غوندې به تاسو هم ټېكس وركوۍ خو په برآمدات به ټېكس نه وي