پاکستان كښې چې څومره سياسي ګوندونه يا تنظيمونه دي٬ وړومبې او اوس هم د كشمير په مسئله د ټولو سوچ يو دے

image
APP08-15 MULTAN: May 15 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi addressing a press conference at Circuit House. APP Photo by GM Kashif

جدہ 06 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان كښې چې څومره سياسي ګوندونه يا تنظيمونه دي٬ وړومبې او اوس هم د كشمير په مسئله د ټولو سوچ يو دے٬ د او آئي سي رابطه كمېټۍ د هند د يو اړخيزه اقدام غندنه كړې ده۔ د نهې په ورځ د او آئي سي د رابطه كمېټۍ په بيړنۍ غونډه كښې د ګدون نه پس ميډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل د مقبوضه كشمير د نوي صورتحال له مخې په مختصر نوټس د او آئي سي بېړنۍ غونډه د نهې په ورځ په جده كښې راوبللې شوه او مونږ د هند عزائمو په اړه سلامتي كونسل او او آئي سي خبر كړې۔ ده ووئيل د هند د مخالفې ډلې ګوندونه هم د مودي سركار د اقدام غندنه كوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د پارلمان شريكه غونډه هم د نهې په ورځ رابللې شوې۔ ده ووئيل زه سعودي ته عمرې او حج لپاره راغلې ووم خو ما د مقبوضه كشمير د نوي صورتحال په اړه د اګست په وړومبۍ نيټه خپلې اندېښېنې ليكلو سره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته لېږلې وې۔ ده ووئيل د او آئي سي د رابطه كمېټۍ بېړنۍ غونډه كښې د هند د يو اړخيزه اقدام غندنه او خپله غوښتنه بيا كولو سره وئيلي دي چې هند له د بشري حقونو تنظيمونو ته په مقبوضه كشمير كښې د تحقيقاتو اجازه وركول پكار ده٬ پاکستان په دې لړ كښې هېڅ اعتراض نه لري۔ ده پوښتنه وكړه چې پاكستان د يو اېن هيومن رائټس تظمونو ته د اجازې وركولو نه سر غړونه ولې كوي دا هم د نوې ډلي دې پرېكړې څخه واضح شوې ۔ ده ووئيل په كشمير زمونږ دريځ پرله پسې سره واضحه دے چې دا يوه متنازعه سيمه ده۔

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں