د حج فريضه ادا كولو نه پس له 122 زره زيات حجاج كرام راورسېدل۔ د مذهبي چارو وياند

image

اسلام آباد ۔ 2 ستمبر (اے پی پی) د حج فرض ادا كولو نه وروستو 122 زره څخه زيات حجاج كرام خپل وطن ته رارسېدلي دي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند لمخې حج نه وروستو د پېل شوي فلائټ آپرېشن د لارې تر دې دمه 62 زره حجاج كرام د سركاري سكيم او 60 زره د نجي سكيم د لارې وطن ته رارسولې شوي دي۔ دغسې مكې مكرمې څخه 52 زره څخه زيات حجاج كرام مدينې منورې ته رسولې شوي دي كوم به چې دغلته 8 ورځې پاتې كېدو څخه وروستو خپل وطن ته راستنېږي۔ د وياند لمخې جدې او مدينې منورې څخه د حجاج كرام هېواد ته راتلو له پروازونه جاري دي۔ د سركاري سكيم19 زره حجاج كرام مكه او 42 زره مدينه منوره كښې موجود دي۔ د هېواد د 10 هوائي مېدانونو د لارې حج فلائټ آپرېشن به د روانې ستمبر مياشتې تر 15 مې نېټې دوام لري

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں