د كشمير په شخړه نړيواله ټولنه د پاكستان بيانيه مني او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس اخلي۔ سيد فخر امام

image

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د كشمير پارلماني كمېټې چيئرمېن سيد فخر امام وئيلي دي چې د كشمير په شخړه نړيواله ټولنه د پاكستان بيانيه مني او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس اخلي٬ 70 كاله پس د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د كشمير په شخړه د ثالثې وړاندېز كړے او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كشمير په اوسني صورتحال خاص غونډه كړې۔ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل چې د كشمير مسئله اوس نړيواله مسئله جوړه شوې او د وزيراعظم عمران خان د موثره سفارتكارې په وجه نړۍ د كشمير كاز ملاتړ كوي۔ ده ووئيل چې د كشمير په مسئله ټول سياسي ګوندونه يو ډول دريځ لري۔ ده ووئيل چې نړۍ مني چې هند د مظلوم كشميري اولس قتل عام كوي او په دوي ظلمونه كوي۔ د كشمير په مسئله د پاكستان د دريځ په ملاتړ د اېران٬ مالېزيا او تركيې مننه كوو۔ ده ووئيل چې د كشمير مسئله د دوه اټومي هېوادونو ترمېنځه فلېش پوائنټ دے ٬ هم دا وجه ده چې د امريكې شپږ سناتورانو ډونلډ ټرمپ ته خط ليكلې چې هغه دې د پاكستان او هند ترمېنځه تاؤ تريخوالې كمولو لپاره كردار ترسره كړي۔ فخر امام ووئيل چې پاكستان او كشميريان د كشمير د شخړې حل غواړي خو هند په دې مسئله ضد كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں