د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ایئر پوهنتون اسلام آباد كښې خطاب

image

اسلام آباد ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمدود قرېشي وئيلي دي د پاكستان خارجه پالېسۍ ته بدلېدونكو سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو كښې زيات اهميت ترلاسه شوې دې۔ د نړيوال معيشت محور لوئيديز څخه ختيځ پلو كېږي۔ زمونږ منطقه د پرمختګ او سيمه ايزو رابطو حوالې سره زياتې موقعې او صلاحيت لري۔ سولييزه ګاونډګيري زمونږ كرڼلار دې۔ د هند وسعت خوښې عزائم د پاكستان سلامتيا له خطر دي۔ افغان ستونزه كوم پوځي حل نه لري۔ هيله لرو ې د امريكا او طالبانو ترمينځه به خبرې بيا بحال شي۔ د مشرانو طالبانو لارښودو ردعمل سره زمونږ ډاډګيرنه شوې ده۔ سي پېك د پاكستان د پرمختګ بنيادي ستن ده د چینائي سرمايه كارۍ نورو منصوبو سره به معيشت لا قوي شي۔ پاکستان نړيوالو سرمايه كارو او سېلګرو له يو زړه راكښونكې ځائې جوړ شوې دې۔ ایران او سعودی عربستان سره ابتدائي مشاورت سره زمونږ ډاډګيرنه شوې ده او په تاؤ تريخوالې كښې كمې راغلې دې۔ د ټكر په ځائې مرستې ته پام ګرځولو ته اړتيا ده۔ د زيارت په ورځ ایئر پوهنتون كښې خپل خطاب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د پاكستان خارجه پالېسۍ ته بدلېدونكو سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو كښې زيات اهميت ترلاسه شوې دې۔ اكثر دا پوښتنه كولې شي چې د رياستونو ترمينځھ اړيكو كښې مونږ په سيمه ايزه او نړيواله كچه د خپلو قومي او سفارتي ګټو تحفظ څنګه كولې شؤ او دې ته وده څنګه وركولې شؤ۔ ددې لنډ ځواب دا دې چې ډېرې هوشمندۍ سره مونږ داسې كولې شؤ۔ ده وويئل د خارجه پالېسۍ تيارول ټول عمري يو كړكېچن او پراخا عمل پاتې شوې دې۔ په دې كښې بنيادي ډلو سره تفصيلي مشاورت كولو ته اړتيا وي۔ د قومی اختیار ټول اجزاﺀ لكه معاشی قوت، سماجی همغږي ٬ ادارہ جاتی توازن، پوځي صلاحيت ، د اتحادیانو نېټ ورك ٬ نظریاتی پوخوالې دا هغه ځينې اړخونه دي كوم چې د خارجه پالېۍ تيارۍ او تدريج كښې مهم دي۔ د عمل درآمد پړاؤ هم دومره مشقت او صبر غواړي۔ خارجه پالیسی يوه موقع نه بلكې يو عمل دې۔ خارجه وزير ووئيل د دوهم ستر جنګ نه وروستو چې كوم ګڼ اړخيزه انتظام شوې وو طاقتورو قوتونو هغه په نښه كړې دي۔ د ټېكنالوجۍ بدلون د انسان د ژوند په زركلنه ډول اغېز اچولې دې۔ ددې په رفتار او شرح كښې پرله پسې بدلونونه كېږي او مونږ هر وخت دې سره مخ يؤ۔ د لويو طاقتونو د يو بل مخالفت ٬ سيمه ايز تاؤ تريخوالې ٬ حل غوښتونكې پخوانې مسئلې ٬ تسلط خوښي هدفونه زمونږ منطقه كښې روانه وضعه په ډاګه كوي۔ زمونږ منطقه د پرمختګ او سيمه ايزو رابطو حوالې سره زياتې موقعې او صلاحيت لري۔ ده ووئيل په داسې سختو حالاتو كښې د پاكستان د خارجه پالېسۍ ترجيحات متعين دي۔ روانو چېلنجونو سره مقابله كولو ٬ حالات او واقعاتو څخه ګټه پورته كولو او د قومي ګټو تحفظ زمونږ د هڅو محور او مركز دې۔ ده ووئيل زمونږ د خارجه پالېسۍ بنيادي نصب العېن او ډھانچه د پاكستان مؤسس قائد اعظم محمد علي جناح په هغه فرمان اډانه دې كوم كښې چې هغه وئيلي ” د داخلی امن نه ځانله خارجي امن ممكن نه دې”۔ ده ووئيل ختيځ كښې هند سره مونږ اړيكو كښې سخت صورتحال سره مخ يؤ۔ په 5 اګست هند مقبوضه جمو كشمير كښې غېر قانوني او د سلامتي كونسل د يو شمېر قراردادونو او نړيوال قانون خلاف ورزي كولو سره ګامونه پورته كړي دي۔ 70 ورځو څخه د 80 لکھ كسانو غېر انساني لاك ډاؤن روان دې۔ وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې يو مضبوط كېس وړاندې كولو سره د كرفيو پورته كولو او كشميري اولس ته د استصواب رائې حق وركولو غوښتنه كړې۔ خارجه وزير ووئيل زه په ذاتي توګه خارجه وزيرانو او نړيوالو لارښودو سره مشغول پاتې شو او مقبوضه وادۍ كښې د رامخې ته كېدونكې انساني الميې په اړه مې دوئي ته احساس وركړې۔ مونږ دوئي د هند لخوا د كوم ”فالس فلېګ آپرېشن” امكاناتو په اړه هم خبر كړي دي۔ ده ووئيل هند نړۍ څخه خپلې ناوړه ارادې پټې ساتلو له د حقائقو مسخ كولو هڅې كوي۔ دغسې يو دروغ مقبوضه جمو وکشمیر كښې د موبائل فون بحالۍ په صورت كښې ووئيلې شو۔ ده ووئيل مونږ د کشمیري اولس د استصواب رائے جائز او منصفانه حق ترلاسه كولو په هڅو كښی دوئي سره څنګ په څنګ ولاړ يؤ۔ ده ووئيل هند خپل جوهري او روايتي پوځي قوت كښې ډېره زياته او پرله پسې اضافه كوي۔ په دې ګامونو كښې بحر هند جوهری جوړول ، د اېنټي بېلسټک توغندو نصب كول ٬ خلا كښې د سېټلائټ په نښه كولو تجربه او ددې په نتيجه كښی خلاء كښې پېدا كېدونكې كچره او د هر ډول جوهري وسله وړلو صلاحيت كښې اضافه شامل ده۔ ده ووئيل دا خبره دې په ډاګه وي چې هند وړاندې نه يو شمېر جارحانه پوځي نظريات لري او د جوهري وسلو سره ددې روايتي قوت وړاندې څخه موجود دې۔ ده ووئيل پاكستان امن او استراتيجيكي استحكام غواړي دغسې چې د سماجي او اقتصادي پرمختګ ايجنډې ته پام وګرځولې شي۔ زمونږ تګلاره د زغم او ذمه وارۍ او د وسلې زغل څخه د بچ پاتې كېدو ده۔ بياهم پاكستان پاکستان سېکورټی مضمراتو څخه سترګې پټولې نه شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل افغانستان كښې د تاؤ تريخوالي او جنګ په پاكستان او ددې په ټولنې فوري اغېز پرېوزي۔ پاکستان اوږدې مودې څخه دا وائي چې د افغان شخړې كوم پوځ حل نشته۔ نن زمونږ دا دريځ په ټوله نړۍ كښې منلې شي۔ سياسي تصفيې لپاره د ټولو فريقو په صلا د لوظنامې كېدل ددې خبرې ثبوت دې۔ پاکستان افغانستان كښې د من او تفاهم ملاتړ كوي۔ ده ووئيل مونږ هيله لرو چې د امريكا او طالبانو ترمينځھ به خبرې بحال شي او په افغانم طبقو كښې د خبرو مخ په وړاندې بوتللو ذريعه به جوړه شي۔ ده ووئيل چين افغانستان او پاكستان د ستمبر په 7 مه نېټھ د درې هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه كړې وه۔ د مشرانو طالبانو پلاوې اوس اوس پاكستان ته راغلې وو او مونږ په دوئي زور راوړو چې امريكا سره د خبرو بحالۍ له كار وكړي او د افغانانو ترمينځه دې هم خبرې پېل كړې شي۔ د دوئي ځواب سره زمونږ ډاډګيرنه شوې ده۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان د افغانستان مسئلې حل له د روانو ټولو هڅو ملاتړ كولو عزم لري۔ مونږ يو داسې افغانستان غواړو چرته چې داخلي امن وي او دا امن ګاونډي هېوادونه هم محسوس كړي۔ ده ووئيل مونږ به افغانستان كښې د ا من مفاهمتي عمل ملاتړ روان ساتو۔ پرمختګ كښې به ددوئي مرسته كوو دغسې چې پاكستان كښې مېشته 30 لكه نه زيات افغان عزت سره خپلو كورونو ته لاړ شي۔ خارجه وزير ووئيل چين زمونږ نزدې ملګرې هېواد او ټول عمري د باور وړ شراكت دار پاتې شوې دې۔ د پاکستان او چین سپرليخېزه ستراتېجيكي کوآپرېټو همكاري منطقه كښې د امن او استحكام يو كوټلې سوب دې۔ ده ووئيل مونږ به خپلې اړيكې لا ښه كوؤ او د سرمايه كارۍ ګټې به زياتوو۔ خارجه وزير ووئيل وزيراعظم د روانې مياشتې په 8 مه او 9 مه نېټھ د چين دوره وكړه۔ دا د وزيراعظم يو كال كښې د چين درېمه دوره وه۔ ده ووئيل سي پېك د پاكستان د پرمختګ ايجنډې بنيادي ستن ده او د سي پېك منصوبو تندۍ سره ترسره كېدل زمونږ د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ مونږ په سي پېك منصوبه جاتو د عملدرآمد عزم لرو او زمونږ د چين اوسنۍ وره كشې چيني سرمايه كارۍ لپاره د نورو منصوبو وړاندېز راكړې شوې دې چې ورسره به زمونل معيشت لا قوي شي۔ ده ووئيل زه د چين د هڅو اعتراف كوم كومې چې چين ملګرو ملتونو كښې كشميريانو ته د انصاف ترلاسه كولو له وكړې۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان امريكا سره د اوږدې مودې او تل پاتې همكاري غواړي۔ وزیراعظم عمران خان دوه ځله ټرمپ سره ملاقات كړې او ده سره ئې د اعلی كچې رابطې شوي دي كومې چې تېر دور كښې ليدلي شوي نه دي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې مونږ امريكا سره اړيكې په اصولو ٬ شريك احترام او شريكو ګټو كښې مخ په وړاندې بوځو۔ مونږ زيركتيا او جذبې سره د خيالاتو همغږۍ له كار كړې دې۔ هيله لرو چې پاكستان او امريكا به په تعميري ډول كار روان وساتي۔ منطقه كښې امن ٬ استحكام او خوشحالي زمونږ شريك هدفونه دي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ ددې مقصد لپاره لپاره ستر انساني او مالي زيان پورته كړې دې۔ ده ووئيل اروپا سره زمونږ اړيكې ستراتيجيكي اهميت لري۔ اروپا او برطانيه د برېکسټ چېلند سره مخ دي۔ مونږ هيله لرو چې پاكستان اروپا سره ګڼ اړخيزه اړيكې لري كومې چې پرله پسې وده مومي۔ د معاشی پرمختګ عمل او امن ٬ استحكام او د منطقې او نړۍ سوكالۍ له اروپا سره زمونږ اړيكې ډېرې مهمې دي۔ ده ووئيل ماته د شهزادہ ولیم او شهزادګۍ پاكستان ته د راتلو په مهال ددوئي د هركلي موقع ترلاسه شوه۔ شاهی جوړا په 5 ورځنۍ دوره پاكستان ته راغلې ده۔ هيله ده چې دې سره به نړۍ د پاكستان ښكلې ځايونو ٬ كلتوري رنګ او د ژبو تنوع كتلو پلو خپل پام وګرځوي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان لپاره منځنې ختيز مهم ستراتېجيكي ٬ معاشي او كلتوري شراكت دار دې۔ زمونږ كلتوري چينې او د اقدارو او رواياتو خپلولۍ ددې نه ځانله دي۔ مونږ اسلامي هېوادونو سره پخوانۍ او نزدې اړيكې لرو۔ د منطقې ټولو هېوادونو سره د پاكستان اړيكې په مضبوطو بنيادونو وده مومي۔ ده ووئيل 50 لكه پاكستانيان هېواد څخه بهر ملازمت كوي۔ د اربوں ډالرو رقم رالېږي كوم چې زمونږ په معيشت كشې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د پاكستان توان حاجت ترسره كولو له منځنې ختيز مونږ لپاره ډېر مهم دې۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د ایران او سعودی عربستان دوره وكړه دغسې چې تاؤ تريخوالې كم كړې شي او منطقه كښې امن او استحكام ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل زه تاسو ته وئيلې شم چې ابتدائي مشاورت سره زمونږ ډاډګيرنه شوې ده او په تاؤتريخوالي كښې كمې ليدلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان افريق او لاطيني امريكا سره هم رابطې وده مومي۔ د نړۍ دې مهمو منطقو سره د اړيكو ښه والې زمونږ معاشي كلتوري اړخونو له ډېر مهم دې۔ پاكستان په دې لړ كښې د خپلو اړيكو تر ټولو غوره صلاحيت كارولو له لوظي دې۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د خارجه پالېسۍ هدفونو ترلاسه كولو له بنيادي كردار ترسره كوي۔ په منطقه او نړۍ كښې امن استحكام لپاره هلې ځلې كوي۔ ده ووئيل مونږ باور لرو چې د پرمختګ زياتې موقعې موجود دي۔ پروګرېسو، عملی او لبرل پالیسیو سره مونل دا هدفونه ترلاسه كولې شؤز مونږ منطقه كښی معاشي بدلون راوستلې شؤ۔ ده ووئيل سلامتيا لپاره مونږه خپلې هڅې تر خپل ځان محدود نه ګڼو بلكې دا د ټولو په ګټه دي۔ ده هيله ولرله چې د تعميري سوچ به هم دې جذبې سره ځواب راكړې شي او د امن او سوكالۍ رفتار به تند شي

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں