د فلسطينيانو وروڼو مرستې لپاره هر ممكن هڅه كېږي ٬د حكومت او پاك پوځ لخوا د 20 ټنه مرستې سامان مصر ته لېږلے شوے ۔ حافظ طاهر محمود اشرفي

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو همغږۍ٬اسلامي هېوادونو او د مينځني ختيز په اړه استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د حكومت او پاك پوځ په خاص سپارښتنه د فلسطينيانو وروڼو لپاره د مرستې درېمه الوتكه نن مصر ته روانه شوې٬دا مرسته د غزه خلقو لپاره د هلال احمر د لارې رسولې شي۔د ګل په ورځ د پاكستان لخوا د 20 ټنه مرستې سامان درېم كهيپ مصر ته روانه كړے شوے ۔د مرستې سامان د پاك فضائيه خاص پرواز د لارې د نور خان هوائي بيس څخه روانه كړے شو ۔د مرستې په سامان كښې سرجيكل/طبي سامان٬خشك خوراك او د ماشومانو لپاره د ګفټ بيګز نه علاوه د صحت كټس هم شامل دي۔په دې موقع حافظ طاهر محمود اشرفي ووئېل په دې سخت وخت كښې د بې ګناه فلسطينيانو وروڼو سره ولاړ يو۔هغوي لپاره پاكستان هر ممكن هڅې كوو ۔د پاكستان هڅه دا ده چې د غزهپه خلقو ظلم او ستم سمدستي بند كړې شي او يو آزاد او خپلواكه فلسطين رياست جوړ شي د كوم پايه تخت چې القدس شريف وي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں